د ایمان په اړه د ماشومانو پوښتنو ته ځوابونه
په دې څپرکې کې راغلي ځوابونه په لومړۍ درجه کې مور او پلار، نارينه او ښځينه ښونکي، تربوي هېئتونه او مصلحينو ته متوجه دي، او دټولو هغو خلکو د پام وړ هم دي چې د کوچنيانو د عمر او ذهني استدراک په تقاضا باندې ځوابونه چمتو کوي، ځکه مونږ نه شو کولای چې يو سوال ته د هر ماشوم د عمر او عقل او علمی مستوا په تقاضا ځواب کېږدو، ضرور ده چې بايد زمونږ ځواب حقيقي وي نه حرفي ځواب چې تش په نوم له کلماتو جوړ وي، دا ډول بايد د مباشر او غير مباشر ( فوري ) ځوابونو په اسلوب کې توپير وي، ترڅو وکولای شو قدرمند لوستوال ته په لويه کچه معلومات ورکړی شو، هغه به په خپل وار همدغه ځوابونه راواخلي او په خپل قالب کې به يې د بيا ځل لپاره داسې ترکيب کړي چې همده ته غوره او د خپل ماشوم لپاره مناسب بريښي.
د ايمان په تړاو د کوچنيانو پوښتنو ته د ځواب لپاره مناسب دي چې مور او پلار لږ شرعي ثقافت او اسلامي معلومات ولري ترڅو وکولای شي چې خپلو ماشومانو ته د هغو د عمر او عقل سره سم لومړی ديني معلومات ورکړي، خو ولې له کومې ستونزې چې ترتيب ورکونکی سر ټکوي ايکې يواځې په معلوماتو پورې انحصار نه لري، بلکې په هغه قالب کې يې کېښودل په کار دي چې د کوچني عقل يې اخلي او پرې پوهيږي، هغه هم په داسې اسلوب چې د زمان او مکان او له هغو ظروفو سره سمون خوري چې ماشوم ورپکې ژوند کوي.
په راروانو کرښو کې غواړو چې ځينې هغه پوښتنې د بېلګې په توګه ذکر کړو چې ماشومان يې په ډېرښت سره کوي، دا ټولې نه بلکې ځنې مهمې او تکراري پوښتنې دي، مونږ زيار اوباسو چې په خپل نظر ځوابونه بايد منطقي او ښه ووايو خو د نمونې دعوه يې نه کو، ولې نه! په دې اعتبار د نمونې ځوابونه دي چې مور او پلار ورڅخه پېل اخلي کېدای شي چې دا ځوابونه، تصحيح شي، حذف شي او يا ورته نور څه هم اضافه شي.
تنبيه:
که څوک د خپلو ماشومانو په تړاو فکرمند وي چې شايد تربيتي خلل ورته له دغو ډول پوښتنو څخه راولاړيږي نو دغه انسان خطا دی، بلکې دا د ماشونو د فکر او غور او په عقلي توان کې د صحت ښه نښه ده چې طبیعي وده او منطقي تسلسل لري، که خوګانې ولري هم نو د پلار له پلوه به وي چې د ماشوم او نشو نما کې يې بې توانه راغلی دی ترڅو د کوچنيانو عقلي کنارې خلاصې کړي او تر شاوخوا يې ارد ګرد شيانو ته ذهن متوجه شي ، په مور او پلار او څوک چې د ماشوم تربيت په غاړه لري بايد چې کوچنيانو ته تر يو حده قناعت بخش ځوابونه ورکړي، ځکه قناعت بخش ځواب له کوچني سره نفسي او فکري او عقلي قرار او سکون باندې ښه مرستندويه وي، د هغې ځوابونو په خلاف چې يا ګډ وډ وي او يا خطا او کاږه وي چې کوچنيان لا هک پک او درهم برهم کړي، يواځې دا نه بلکې دغه حيرانتيا به د کوچنيانو په سلوکو کې مزید اضطراب او د تفکير تعامل کې به يې لا کوتاهي زياته کړي.
لويې ستونزې يو دفعه نه زيږيږي او د غومبر اور ابتدا له کوچنۍ سکروټې کيږي، له دې کبله بايد ځېر يو چې په انسان کې بد صفتونه د لومړي ځل لپاره ورکوټی تخم وي چې لاوباليت او د وبه شي کلمات يې خړوبوي، د تجاهل له اوبو څخه خړوب شي او دومره وده وکړي چې په انساني نفس کې جرړې پياوړې کړي نو وروسته يې زوال او له بيخه ويستل بيخي ګران شي.