د ايمان په تړاو د کوچنيانو پوښتنې

نړۍ ته د کوچني په راتللو سره د ماشومتوب په لومړنۍ مرحله کې يې جوړښت لوی اهميت لري، په دې بنسټيزه مرحله کې د ماشوم په ذهن کې د مفاهيمو کينول په بېلابېلو مرحلو کې د انسان د شخصيت په جوړښت کې قابل تعريف رول لري، مناسب ده چې په دې مرحله کې بايد د کوچني نفسي، ټولنيزې او ديني غوښتنې له مرحلې سره مناسبې وي، په کوچنيتوب کې ښه پالل به يې مرستندويه شي چې په مستقبل کې به د نن ورځې کوچني د مستقیم سلوک څښتن، کارمند او د توليد څښتن وي او د ژوند په ژورو کې به ښه دننه لاړ شي، څه چې اوري او ويني يې په همدغه باندې د نړۍ په تړاو کوچنی د خپل بنسټيز ژوند ډبره ږدي، له دې مرحلې وروسته يې پاتې ژوند د کوچنيتوب د مرحلې د تنفيذ مرحله وي، چې څه يې ليدلي وي له ظروفو سره سم يې تنفيذوي.

پيليزه

مونږ دا کتاب ( د ايمانې تربیې په تړاو ) دوو فصلونو ته ويشلی دی، په بلها ډېرو قواعدو او اساسونو مشتمل دی چې د الله په اذن سره به له مور او پلار سره ښه مرستندويه ثابت شي، اما دوهم فصل يې بيا د ( د ايمان په تړاو د کوچنيانو پوښتنو ته د عملي ځوابونو بېلګې ) دي چې د زياتو کوچنيانو ترمنځ مشهورې دي او په ځانګړې توګه بيا هغه پوښتنې چې د ايمان د ارکانو اړوند دي، په دې فصل کې مو توضيح کړي دي چې دې ډول پوښتنو سره بايد څه ډول تعامل وکړی شي؟

د تربيې مفهوم

د انسانيت د جوړښت په تقاضا تربيه بذات خود بشري اړتیا ده، د ژوند په ګردو چارو کې تربيه د ماشوم د ښه پاللو درست بنسټ دی، د تربيې پر بنسټ کولای شو د ماشوم ټولنيز، پو هنيز، نفسي او صحي او د ژوند اړوند نور اړخونو کې هغه ته وده ورکړو، وړاندې له دې چې د ايماني تربيې اړوند وګړيږو او ارزښت يې رابرسيره کړو، ښه به دا وبريښي چې لومړی د تربيې خپله معنا، له تربيت څخه موخې او ترڅنګ يې وپېژنو چې د تربيت ورکونکي له تربيې څخه هدف څه شی دی؟!

نور یی ولوله

په ايمان باندې د دوی تصرفات او کړه وړه بنا دي، ان چې ايمان په اخروي ژوند کې هم لوی توپيروي څېز دی.

د انسان په ژوند کې له توپيرونکو مراحلو څخه بله د ماشومتوب مرحله ده، ځکه د ژوند په دې مرحله کې د ماشوم ذهنيت په عقائدو، په خويونو او عادتونو او په نورو مقاصدو پالل نه يواځې دا چې په بشپړه توګه به يې پريږدي بلکې تغير ورکول ورته هم سخت بريښي، او په ځينو وختونو کې خو يې بيخي په ټول ژوند کې ورڅخه اثر او اغېز پاتې وي.

له دې کبله په ماشومتوب کې ايماني تربيه له هغو تاسيسي مراحلو څخه شمېرل کيږي چې په دنيا کې پرې د انسان ډېره زندګي تېرېدلای شي.

الله څوک دی؟؟

له پېل څخه بايد مونږ ماشوم ته موقعه ور نه کړو چې د الله پاک اړوند راڅخه پوښتنې وکړي، مناسبه دا ده چې بايد مونږ هرومرو په هر مناسبت کې د الله پاک اړوند په کثرت سره وګړيږو، د ماشوم دې پوښتنې ته په سم صحيح ځواب د هغه په نفس او عقل او زړه کې د خالص توحيد دعقيدې او په الله پاک باندې د ایمان بنسټ ږدي، له دې کبله مناسب دا ده چې بايد ماشوم ذهن د الله پاک په ذات کې له فکر او سوچ څخه د الله پاک نعمتونو او لورينو ته سوچ واړول شي.

ايا الله پاک د انسان په څېر دی؟؟

زمونږ اوريدل محدود دي له معينې مسافې ور اخوا بيا هېڅ نه اورو خو که هر څه مو اوريدای نو له سخت تکاوټ او ستړيا سره به مخ وای، سترګې مو هم محدودې دي له معينې مسافې پرته ور اخوا ليدل نه شي کولای، مونږ نه شو کولای چې له ديوال وار اخوا څه ووينو، لکه څنګه چې مو سترګې او غوږونه محدود دي دغه څېر مو عقل هم محدود دی، د هر څه شي ادراک نه شي کولای،

الله پاک چا پېدا کړی دی؟

که الله پاک بل چا پېدا کړی وی بله پوښتنه هم منځ ته راځي چې د الله خالق به بيا چا پېدا کړی وي؟ له دې کبله ضرور ده چې وپېژنو چې دا د خالق صفت دی چې خپله به مخلوق نه وی او ټول مخلوق همده پېدا کړی دی، که خالق چرته خپله مخلوق وای نو مونږ به يې عبادت نه کو، ايکې يواځې دومره به مو کول چې تعليمات او توجيهات به مو ورله پلي کول، جوته شوه دا ډول پوښتنه چې ( الله پاک چا پېدا کړی دی ) نا سمه پوښتنه ده، او ناسمې پوښتنې بې معنا وي.

الله له کومه راغی ؟ او عمر يې څومره دی؟

زما محبوب کوچنيه! الله چا نه دی پېدا کړی، نو نه له چا نه پېدا دی او نه ترې څوک پېدا دي، نه پېل لري او نه پای، جوته شوه چې هغه عمر او زندګي نه لري لکه څنګه چې يې مونږ انسانان لرو، ځکه چې الله پاک خالق، عظیم، غني باچا، کبير او متين، عزير او رحيم او د پوره قوت څښتن دی، الله پاک ښائسته نومونه او اوچت صفتونه لري، الله پاک د کمال صفتونه لري د نقص نه، الله پاک ټوله نړۍ او ټول شيان او ټول مخلوقات پېدا کړي دي.

ايا الله نارینه او که زنانه قام دی؟

بايد ده چې د الله په ذات کې له سوچ او فکر نه د کوچني ذهن په لرې وړولو کې پوره زيار اوباسو او توجيه يې کړو چې سوچ بايد هغو شيانو کې وي چې د ده لپاره ګټور وي، دلته بايد کوچنيانو ته توضيح کړو چې د تذکير او تانيث مسئله د ژوندي حيواناتو به جنس کې د تفريق او توپير لپاره لازم دي.

ایا الله تعالی ولږه او تنده نه لري؟

الله پاک کمالي صفتونه لري چې هېڅ

هېڅ راز نقص او نقصان پرې نه راځي، ولږه اوتنده د کمزورۍ نښې نښانې دي خو ولې د دغې ضعف او کمزورۍ نسبت الله پاک ته کول هېڅ کله جواز نه لري، د دې سربيره الله پاک خوراک او څښاک ته اړتيا هم نه لري ، دا ځکه چې الله پاک د هر شي خالق دی او هېڅ شي اړتيا نه لري، که اړتيا يې ورته درلودای نو بيا خو د الوهيت قابل نه و، الله پاک صمد ذات دی چې خوراک او څښاک ته اړتيا نه لري او له دغو شيانو څخه  غني باچا دی، بلکې مخلوقات له هغه څخه د رزق اميدوار دي او د خوراک او څښاک غم يې کوي او اړتياوې يې پوره کوي.

د ایمان په اړه د ماشومانو پوښتنو ته ځوابونه

په دې څپرکې کې راغلي ځوابونه په لومړۍ درجه کې مور او پلار، نارينه او ښځينه ښونکي، تربوي هېئتونه او مصلحينو ته متوجه دي، او دټولو هغو خلکو د پام وړ هم دي چې د کوچنيانو د عمر او ذهني استدراک په تقاضا باندې ځوابونه چمتو کوي، ځکه مونږ نه شو کولای چې يو سوال ته د هر ماشوم د عمر او عقل او علمی مستوا په تقاضا ځواب کېږدو، ضرور ده چې بايد زمونږ ځواب حقيقي وي نه حرفي ځواب چې تش په نوم له کلماتو جوړ وي، دا ډول بايد د مباشر او غير مباشر ( فوري ) ځوابونو په اسلوب کې توپير وي، ترڅو وکولای شو قدرمند لوستوال ته په لويه کچه معلومات ورکړی شو، هغه به په خپل وار همدغه ځوابونه راواخلي او په خپل قالب کې به يې د بيا ځل لپاره داسې ترکيب کړي چې همده ته غوره او د خپل ماشوم لپاره مناسب بريښي.

نور یی ولوله

Back to top button