د پېغمبرانو په تړاو پوښتنې

پېغمبران او رسولان څوک دي؟

دوی له بني ادم څخه انسانان دي، په رسالت ورته الله پاک وحي کړي وي او امر کړي يې وي چې خلکو ته يې دين تبليغ کړي او ايکې يواځې د الله پاک عبادت ته خلک راوبلي، لومړی يې  ادم عليه السلام او اخرنی يې محمد صلی الله علیه وسلم دی، شمېر يې ډېر ځکه دی چې الله پاک د ځمکو ټولو هغو خلکو ته راستولي دي چې د ځمکې پر مخ اباد ول، د تاريخ په هره مرحله کې به پېغمبر و او خپل قوم به يې الله ته دعوت کو او د هدايت او رشاد لارې به يې ورته ښودلې.

الله پاک پېغمبران ولې راليږي؟

الله پاک په خپلو بندګانو باندې د رحمت له کبله پېغمبران راستوي ترڅو لارښونې يې وکړي او د خپل رب پيغامات ورته ورسوي، رسول د خپل قوم غړی وي او د وحي له راتګ وړاندې يې ټول سم صحيح پېژني، خلک يې په ښه سړيتوب او د خير ښيګړې سره په مينه ګواهي ورکوي، الله پاک پيغمبران د خلکو لپاره نېکه مقتدا جوړوي، دوی ته سلوک او نېک تعامل او اخلاق او ټول ګټور شيان ور زده کوي او له هر تکليف ده او زيانمن شي څخه ورته د ځان ژغورنې سپارښتنه کوي، الله پاک پېغمبران ځکه راستوي چې په مخلوق باندې قيام حجت وکړي او ټول خلک په يو دين چې خالص د الله پاک عبادت دی ورباندې راټول کړي ، خلک هغه چا ته اړتیا لري چې دين ورته توضیح او په خپله ژبه ورته سمه صحيح لاره وښايي، له دې کبله الله پاک په دغو پېغمبرانو باندې دخپل قوم په ژبه کتابونه ورکړي دي تر څو د الله پاک پيغامات ورته په سمه توګه تبليغ شي.

ايا پېغمبران له خطا څخه معصوم دي؟

پيغمبران د بشريت برخه ده او د انسانيت معناګانې ورپکې دي، د رسالت په تړاو ورته الله پاک عصمت ورکړی دی او له ټولو هغه ډول کړو وړو څخه يې ژغوري چې په اخلاقو او سلوکو کې يې قدح او عيب پېدا کوي، دا په دې خاطر چې د خلکو لپاره قدوه حسنه جوړه شي او په اقوالو او اعمالو يې خلک پوره قناعت وکړی شي او ترڅو خلک ونه کړی شي چې په رسالت او اسماني استازيتوب کي يې عيبجن کړي، له دې ټولو باوجود بيا هم پيغمبران بشر دي او هغه ډول عادي خطاګانې ورڅخه صادريږي چې په رسالت او اسماني استازيتوب کې نقص او عيب نه پېدا کوي، د بېلګې په توګه: د زراعت قابله ځمکه کې خطا کېدل، يا د مورچې نيولو ځای کې خطا کېدل.

محمد صلی الله عليه وسلم څوک دی؟

محمد صلی الله عليه وسلم هغه اخرني پېغمبر دی چې الله پاک راستولی دی، خپل نوم يې محمد، د عبدالله ځوی او د عبدالمطلب لمسی و، هاشمي او قرشي و، د فيل په کال د ربيع الأول مياشت او د دوشنبې په ورځ پېدا دی، مور يې پرې اميدواره وه چې پلار يې ومړ او شپږ کلن و چې مور يې هم مړه شوه، نيکه يې څارنه په ذمه لرله خو چې نيکه يې مړ کېده د ده مبارک عمر اته کاله و، بيا يې کفالت تره ابو طالب واخست، د ښو اخلاقو او تعامل له کبله به ورته  خلکو امين او صادق ويل، څلوېښت کلن و چې په اسماني استازيتوب وګمارل شو او په مکه کې يې خلک اسلام ته دريالس کاله دعوت کړل، کله چې ورته په  دعوتي امورو کې حالات پيچيده شول مدینې ته يې هجرت وکړ او هلته يې لس کاله خلک دعوت کړل، انصار او مهاجرین يې سره ورونه ورونه کړل او د الله پاک شريعت احکام يې تطبيق کړل، د هجرت په يولسم کال يې له دنيا څخه په داسې حالت کې رحلت وکړ چې امت ته يې دين  تبليغ او امانت يې وروسپارت.

د الله رسول الله صلی الله عليه وسلم د رسالت تصديق څنګه بايد ثابت شي؟

د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د نبوت دليلونه بلا ډېر دي چې مهم يې قرانکريم دی، قران کريم هغه معجز کتاب دی چې په پيړيو پيړيو خلک يې په خپل اعجاز ملغلرو او لالونو کې هک پک دریان کړي دي، په رسالت کې يې د صداقت بل دليل د هغه سيرت او سلوکي صفتونه دي چې له دوستانو څخه مخکې يې پرې خپلو دښمنانو هم اقرار کړی دی، ان چې کافرانو به هم ورته صادق امين ويل، په رسالت کې يې د صداقت بل دليل متواترې معجزې دي چې ټولو هغو خلکو ليدلي دي چې د هغه هم عصره ول او په پېړيو پېړيو خلکو روايت کړي دي، په رسالت کې يې د صداقت بل دليل داسلامي دين غښتلی شريعت دی چې کمال او جمال يې رپاند او څپاند دی، د صداقت بل دليل يې دا دی چې په مخکنو اسماني کتابونو کې يې زيري راغلي ول، د صداقت بل دليل يې دا دی چې په هر زمان او مکان کې يې اسلامي دين دومره نشر او اشاعت لري چې بل دين يې نه لري، په رسالت کې يې د صداقت بل دليل دا دی چې د تېرو امتونو اړوند يې معلومات کره او د راروانو اړوند معلومات يې سم صحيح خيژي.

ايا په يوه شپه کې يې اسماني سفر تکميل ناشونې نه ده؟

په دغه شپه باندې نبي کريم صلی الله عليه وسلم په براق باندې تر بيت المقدس هم يوړل شو او بيا د جبريل عليه السلام په ملتيا تر اسمان پورته کړی شو، الله پاک په هر څه باندې قدرت لري او هېڅ شی يې په اسمانونو او ځمکو کې نه شي بې توانه کولای، خو نن مونږ وينو چې کمزوری او بې وسه انسان وتوانېد چې د داسې الوتکې نوښت وکړي چې له اواز څخه تونده وي، او همدغه انسان د دې نوښتګر دی چې په يو ان کې د دريو زاويو تصوير واخستل شي نو الله پاک خو هم د دغه انسان خالق او ډېر لوی، عظيم او جليل دی.

محمد صلی الله عليه وسلم ولې اخري پېغمبر دی؟

د اسماني استازو سلسله له لارښونې او ارشاداتو سره ټینګه اړيکه لري، دا چې مخکنو پېغمبرانو له مړينې وروسته اسماني کتابونو کې د زيادت او نقص لاسوهنې شوې وې نو دا د الله پاک د حکمت تقاضا وه چې ورڅخه وروسته داسې پېغمبر راواستوي او داسې کتاب ورکړی چې تر قيامت پورې پکې لاسوهنې ونه شي، دا چې قرانکريم کريم په خپل ذات کې واضح او مبين کتاب او په ګرد مخلوق باندې د الله پاک حجت او د تل لپاره پاتې دی نو ځکه يې پېغمبر هم اخري دی.

پر مونږ د نبي صلی الله عليه وسلم مينه ولې واجب ده؟

ځکه چې له نبي کريم صلی الله علیه وسلم سره مينه د ايمان رکن دی، په الله باندې ايمان لرل له نبي صلی الله علیه وسلم سره له مینې پرته کمال ته نه رسيږي، له الله پاک سره يې د مینې او محبت ذکر هم ځکه شوی دی چې د دې عظيم رسالت لپاره يې د همده انتخاب کړی دی، په خلکو کې يې د غوره ترين نسب او اقوالو، اخلاقو او اعمالو څښتن انتخاب کړ، الله پاک په دې ډېر ښه پوهيږي چې د اسماني استازيتوب امانت به چا ته ورکوي، دا چې الله پاک د دې عظيم محنت لپاره د هغه انتخاب وکړ نو ځکه واجب ده چې د ټولو خلکو ترمنځ ورسره مونږ ځانګړې مينه  او محبت ولرو، نبي کريم صلی الله علیه وسلم دی چې خلکو ته يې خپل رب وښود، د خپل امت لپاره هغه ډېر بهترين پېغمبر و، په خپل رعيت ډېر مهربانه و، له الله پاک نه وروسته په دې امت باندې لوی محسن نبي کريم صلی الله علیه وسلم دی ، اسلامي دين ته په دعوت او د خير ښېګړې په کارونو کې نبي صلی الله عليه وسلم ډېر تکليفونه برداشت کړي دي، که د دعوت په مهال به څوک انکاري شول د هغه مبارک سینه به تنګه شوه، شفقت به يې پرې راغی چې که زما ونه مني نو اور ته به لاړ شي، الله پاک فرمايي: [فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَفْسَكَ عَلَى آثَارِهِمْ إِنْ لَمْ يُؤْمِنُوا بِهَذَا الْحَدِيثِ أَسَفًا]

ژباړه: ای پيغمبره! شايد ته له غم او خفګان له کبله په خپل قوم ځان مړ کړې چې دوی په دې قران ولې ايمان نه راوړي.

نو له دې کبله نبي کريم صلی الله عليه وسلم ډېر حقدار دی چې له الله پاک وروسته ورسره مينه او محبت ولرو.

Back to top button