د ملائکو متعلق پوښتنې

ملائک څوک دي؟

ملائک د الله پاک مخلوق او له نور څخه پېدا دي، الله پاک له انسانانو څخه مخکې پېدا کړي دي، دوی اراده، عقل او وزري او ښايسته شکلونه لري، دوی توان لري چې ځانونه د بشر په څېر کړي، ملائک خوراک څښاک نه کوي او د الله پاک داسې مخلوق دی چې ټول هغه څه کوي چې امر ورته پرې کېدای شي، دوی په فضل او فضيلت کې سره خپل منځ کې توپيرونه لري، د فضيلت په سر کې جبريل، اسرافيل او ميکائيل عليهم السلام او نور ملائک دي، څنې ملائک ( حَفَظَه )  دي، د دوی دنده دا ده چې د انسانانو حفاظت کوي، ملائک بیخي ډير دي او هر يو يې جلا دنده لري او په تنفيذ يې بوخت وي.

ملائکو نومونه څه شی دي؟

ملائک ګڼ شمير دي او له الله پرته بل چا ته يې شمېر معلوم نه دی، د ځينو نومونه لکه : جبريل، ميکائيل، اسرافيل، رضوان، مالک – عليهم السلام – دي، نور هم دي لکه : حملة العرش، حفظه چې د انسانانو عملونو خوندي ساتي او داسې نور ملائک.

الله پاک دوی ولې پېدا کړي دي؟

الله پاک دوی د خير د کارونو لپاره پېدا کړي د ي، دوی مطلق خير او خير دي، دوی نه شر پېژني او نه يې کوي، په اصل کې ملائک په اسمان کې دي خو د ځينو تقاضاګانو له کبله هغوی ځمکې ته راکوزيږي ترڅو هغه دندې په سمه توګه ادا کړي چې الله ورسپارتې وي، لکه د انسانانو او د اعمالو خونديتوب يې، د دوی مراقبه او کومک کول، دوی ته استغفار غوښتل او د خير اوعلم په مجالسو کې ګډون کول او داسې نور… شونې ده چې ماشوم ته وويل شي ملائک دوه مهمې دندې لري: د الله پاک عبادت کول او د نړۍ چارې مخ په وړاندې بوتلل.

مونږ ملائک ولې نه شو ليدای؟

انسانان نه شي کولای چې ملائک په هغه شکل وويني چې الله پاک پرې پېدا کړي دي، ملائک کولای شي چې ځانونه د بشر شکل ته واړوي ترحو انسانان يې وويني او له دوی سره لائق تعامل وکړي، لکه بې شميره ځله جبريل عليه السلام خپله د بانډه چې په شکل راغلی دی لکه  د دیني امورو د تعلیم په حديث کې يې تفصيل شته.

پيريان څوک دي؟

پيريان د ا لله پاک مخلوق دی او له اورڅخه يې پېدا کړي دي، دوی هم د الله پاک د امر په منلو او له نواهيو څخه يې د ځان په ژغورلو مامور دي، دوی هم د نورو مخلوقاتو په څېر مري او مونږ يې نه شو ليدلای او نه يې توان لرو، دوی ته الله پاک له انسان نه بدل قدرتونه ورکړي دي، دوی کولای شي والوځي او په چټکه توګه نقل و حرکت وکړي او خپل شکل ته بدلون ورکړي ، پيريان او انسانان سره په خلقت او تخليق کې بلا توپير لري، انسان له خاورې خټې او پيريان له اور څخه پېدا شوي دي.

څوک ځواکمن دي؟ ملائک او که پيريان؟

ملائک به په شپيلۍ کې تر پوکې پورې ژوندي وي خو ولې جنات به له دوی څخه وړاندې مري، جوته شوه چې ملک الموت د الله په امر سره له خلکو څخه روحونه اخلي [اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنْفُسَ حِينَ مَوْتِهَا]

ژباړه: الله پاک نفسونه وفات کوي کله يې چې د وفات وخت راشي.

جوته شوه چې له دې ناحيې څخه ملائک په پيريانو باندې ځواکمن دي، ان چې په دنيوي ژوند کې پرې هم ځواکمن دي پيريان له ملائکو څخه ډار لري خو ولې ملائک يې له پيريانو څخه نه لري، د بدر په غزا کې چې کله شيطان وکتل چې ملائک الله پاک د مومنانو د مرستې لپاره راستولي دي کافرانو ته يې وويل: [إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكُمْ إِنِّي أَرَى مَا لَا تَرَوْنَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ وَاللَّهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ]

ژباړه: زه درڅخه بيزاره يم، زه هغه څه وينم چې تاسو يې نه وينئ زه له الله څخه ډاريږم، حالانکه الله پاک د شديد عذاب والا دی.

ايا په ملائکو به هم مرګ راځي؟

ملائک هم د الله پاک له مخلوقاتو څخه مخلوق دی، او له الله پرته به هر ډول مخلوق مري، الله حي او قيوم ذات دی هغه نه مري ، الله پاک فرمايي: [كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ]

ژباړه: د الله له مخ پرته به نور  هر څه هلاک او له منځه لاړ شي.

نو د ځمکې او اسمان ټول مخلوقات به مري مګر هغه څوک چې الله پاک يې ژوندی وغواړي، خو له الله پرته به نور څوک پاتې نه شي، الله پاک حي او قيوم ذات دی او هغه به د تل لپاره ژوندی وي.

Back to top button