داسماني کتابونو په تړاو پوښتنې

اسماني کتابونه څه شی وي؟

اسماني کتابونه ټولو هغو کتابونو ته ويل کيږي چې الله پاک له اسمان څخه په خپلو پېغمبرانو باندې نازل کړي وي، ترڅو يې خلکو ته تبليغ کړي او دغه شريعت په تنفيذ سره پیاوړی کړي، اسماني کتابونه هم د مخلوق لپاره هدايت او هم ورلره رحمت دی ترڅو په دنيا او اخرت کې د سعادت څښتنان شي، مونږ ته چې د کومو اسماني کتابونو معلومات رارسيدلي دي په دې ډول دي: ځينې صحيفې چې په ابراهيم عليه السلام باندې نازلې شوي دي، په داود علیه السلام باندې زبور، په موسی عليه السلام باندې تورات، په عيسی عليه السلام باندې انجيل او په محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم باندې قرانکريم نازل شوی دی.

مونږ ولې قران ته اړتيا لرو؟ او قران ولې تل پاتې معجزه ده؟

يوه وړه اله چې انسان يې جوړه کړي او ترڅنګ يې د لائق استعمال په خاطر ورسره کوچنی کتابګی هم کيږدی ترڅو له آلاتو څخه د استعمال په دوران کې وړ استفاده وشي، نو انسان چې د الله پاک مخلوق دی ډېر لائق دی چې د ارشاد او هدايت، د فلاح او بهبود، د دنيوي او اخروي صلاح او سلامتیا په خاطر ورته کتاب ورکړي، الله پاک فرمايي: [أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ]

ژباړه: ايا انسان په دې نه پوهيږي چې چا پېدا کړی دی؟ حالانکه الله پاک بارک بين او خبردار ذات دی.

اما دا خبره چې قران تل پاتې معجزه ده ځکه چې محمد صلی الله عليه وسلم اخرنی پېغمبر دی نو بايد ده چې معجزه يې هم په دې تل پاتې وي چې له هغه وروسته بل پېغمبر نشته، نو واجب ده چې په مخلوق باندې يې حجت قائم او دائم وي او تر قيامت پورې يې ټول خلک چيلنج کړي دي، د قرانکريم د اعجاز دليلونه ډېر زيات دي خو مهم يې په دې توګه دي:

لغوی او بلاغي اعجاز: دا هغه ډول اعجاز دی چې الله پاک ورباندې ټول عرب چې د بيان اوفصاحت قائدين او رائدين ول چيلنج کړل خو انس او جن يې له دې پاتې راغلي دي چې د قران په څېر کتاب راوړي، دا په دې دليل دی چې قران کريم رباني او الهي مصدر دی.

الله پاک ولې مخکني کتابونه له تحريف نه محفوظ نه کړل؟

الله پاک هغه څه کوي چې يې خوښه شي، د ځينې کارونه حکمتونه يې مونږ پېژنو او د ځینو نه، خو ولې له دليلونو څخه داسې جوتيږي چې مخکني کتابونه د معجزې په شکل الله پاک نه و راليږلي له دې کبله تل پاتې کېدل يې هم مطلوب نه و، دا ډول د تېرو خلکو ديني شريعتونه هم ځکه محدود و چې مطلوب خلک پرې محدود ول.

د قرانکريم په عدم تحريف باندې دليل څه شی دی؟

دا ډول پوښتنې هغه کوچنيان کوي چې د متوسطې مرحلې څښتن وي، چې نه بيخی کوچنی او نه مراهق وي، له دې کبله ضرور ده چې له عقليت څخه په ډک او ارام اسلوب سره ځواب کې هغه دليلونه ورته وويل شي چې د قران صحت تثبيتوي، مونږ بايد دې ډول کوچني ته ووايو: یو شی چې څومره تکراريږي هومره پياوړه کيږي، چې څومره نشر او انتشار ولري هومره تاکيدي وي، قران کريم مونږ ته د تواتر له مخې رارسېدلی دی – دلته بايد کوچني ته د متواتر معنا توضيح شي چې متواتر دې ته ويل کيږي چې بسته ډله له بسته ډلې څخه يو څه واوري چې په دروغو راټولېدل يې عقل نه مني – ، په دې باندې هر خاص او عام پوهيږي، مسلمانانو هم کاملې پيړۍ دغه قراني نقل له مخکنۍ کاملې پېړۍ څخه کړی دی، دوی يې په خپلو مجلسونو کې يو بل ته لولي او په لمونځونو کې يې تلاوت کوي، خپلو بچيانو ته يې ور زده کوي، که يو دينی لوی عالم د قران کريم د کلماتو ناسم تلفظ وکړي نو وړاندې له دې چې لويان پرې وخبريږي کوچنيان به يې ناسم تلفظ تصحيح کړي، په دې طريقې سره يې مونږ ته قرانکريم له زيادت او نقصان، له تحريف او بدلون پرته محفوظ رارسولی دی، که له دې دليل څخه انکار شونې وي نو دا انکار به د ثابتو حقيقتونو څخه انکار ته وده وکړي لکه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم او د صحابه کرامو رضي الله عنهم شتون، يا نور مشهورې تاریخي څېرې، او حالانکه له دې حقيقتونو څخه انکار هغه څه دي چې ټول عاقلان يې نه مني، الله پاک ټول مخلوق چيلنج کړی دی چې د قران په څېر کتاب راوړي خو ولې ناتوانه ترې پاتې شول، قرانکريم له دې سره چې غټ او ستر کتاب دی خو هېڅ ډول تناقض او اختلاف نه لري، هر خبر او تشريع، هر حکم او قول يې بې پناه اعجاز لري، دا ټول په دې ښکاره دليل دی چې قران د کوم بشر کتاب نه دی چې د دوی د اقوالو په څېر پکې تغيير او نقصان راشي، قران کريم دالله پاک کتاب دی او هغه يې په خپله د حفاظت او خونديتوب ذمه لري.

Back to top button