د قیامت د ورځې په تړاو پوښتنې

د اخرت ورځ څه شی ده؟

د اخرت ورځ هغه ورځ چې د حساب کتاب لپاره به ورپکې الله پاک ټول اولني او اخرني راغونډ کړي، د اخرت ورځ ورته ځکه وايي چې له دې نه وروسته بله ورځ نشته، په دغه ورځ به الله پاک له خلکو سره په ټولو هغو عملونو حساب کتاب وکړي چې دوی په دنيا کې کړي وي، که چا د خير ښيګړې کارونه کړي وي او د الله فرمانبرداره وي نو جنت ته به يې بوځي، او که چا ورپکې شر او شرارت او د الله عصيان کړی وي اور ته به يې بوځي، په دغه ورځ به د خلکو دنيوي ژوند پای ومومي، دې ورځ ته د قيامت ورځ هم وايي ځکه چې خلک به ورپکې له قبرونو نه راپورته شي او قيام به وکړي اسمان ته به ګوري او حساب کتاب ته به روان وي.

قيامت به کله وي؟ او ولې يې علم خلکو ته نشته.

دا علم هېڅ چا ته نشته چې قيامت به کله وي، الله پاک فرمايي: [يَسْأَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَاهَا *فِيمَ أَنْتَ مِنْ ذِكْرَاهَا *إِلَى رَبِّكَ مُنْتَهَاهَا* إِنَّمَا أَنْتَ مُنْذِرُ مَنْ يَخْشَاهَا*كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَهَا لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا عَشِيَّةً أَوْ ضُحَاهَا]

ژباړه: مشرکان له تا نه د قيامت دورځې اړوند پوښتنه لري * خو تا ته يې هېڅ علم نشته  * د قيامت د ورځې علم  الله پاک سره دی * ته يې اړوند هغه چا ته ډار ورکوې چې له دغې ورځ نه خوف ترس لري * چې کله يې دوی وويني نو وبه پتيلي چې مازيګری يا يو سهار يې تېر کړی دی.

قيامت ورځ الله پاک له مونږ نه پټه ځکه ساتلې ده چې هره ورځ ورته چمتوالی ونيسو او نيک عملونه وکړو او له شر او شرارت څخه لاس په سر شو، که چرته انسان ته ددغې ورځ علم وای نو تر هغه به نه توبه ګار کېده چې لږ وخت يې نه و پاتې، او اوس چې دنيا له کوم فساد او تخريب ډکه ده کچه به يې بيخي ډېره پورته وه.

حساب کتاب څه شی دی؟

دا هغه څه دي چې له کبله به يې الله پاک ټول اولني او اخرني راغونډ کړي [قُلْ إِنَّ الْأَوَّلِينَ وَالْآخِرِينَ * لَمَجْمُوعُونَ إِلَى مِيقَاتِ يَوْمٍ مَعْلُومٍ]

ژباړه: ورته ووايه چې د معلومې ورځې په خاطر به  الله پاک ټول اولني او اخرني راغونډ کړي.

بيا به يې په خپلو خپلو عملونو وخبروي او پرې پوهه به يې کړي او بيا به هر يو ته په خپل خپل عمل مجازات ورکړي، که يې عمل نيک وي بدله به يې نېکه وي او که عمل بد وي سزا به يې هم بده وي، الله پاک فرمايي: [ فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ * وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ]

ژباړه: که څوک د ذرې په څېر د خير عمل وکړی وبه يې ويني، او که څوک د ذرې په څېر د شر کار او کسب وکړي نو وبه يې ويني.

مرګ څه شی دی؟

شپږ کلنې يا ورڅخه په لږه موده کې کوچنی نه شي کولای چې د مرګ او بعث معنا په سمه کامله توګه ادراک کړي، د ګرد بشريت لپاره مرګ اخرنی پړاو دی او په دې کې هېڅ چا ته استثناء نه ده حاصله، له شپږو څخه پورته تر اته کلنۍ پورې ماشوم پوهيږي چې مرګ به هرومرو وي او هر چا ته راځي، خو تر لس کلنۍ پورې بيا کوچنی کولای شي چې د مرګ او بعث اړوند سمه معنا او تفسير ادراک کړي، کله کوچنی په لومړي ځل د خپلې کورنۍ د کوم غړي د مړينې سحنه وويني دا مهال به د ماشوم د مرګ او قبر اړوند څه سوچ او فکر وي؟

داسې مهال اکثره ماشومان له رعب او ترس څخه ډک وي، لازمه ده چې دا مهال مونږ ماشوم ته د مرګ اړوند هغه تفصيل ورکړو چې دروغ پکې نه وي او قناعت ورکړو چې مړ شوی نور له مونږ څخه مسافر دی، د نورو پرتله به ده ته حقيقت ډېر معلوم وي.

وړاندې له دې چې کوچنيان د خپلې کورنۍ د کوم غړي د مرګ خبر واوري بايد ده چې مړه مرغۍ  چڼچڼه – ور وښايو، يا وچه کړسه ونه ور وښايو يا نور کوم حشرات چې مړه شوي وي، ځکه محسوس شکل ماشوم ته د مرګ مفهوم او معنا توضيحوي، بيا به زيار اوباسو چې کوچني ته په ډېر وضاحت ووايو چې دا مړی د ژوند لپاره بلې نړۍ ته روان دی، خو د الله په اذن سره مونږ ټول به په جنت کې سره يو ځای کيږو، اړينه به وي چې ماشوم وپوهيږي چې مرګ د انتهاء په معنا نه دی، بلکې د مرګ معنا دا ده چې مومن بنده له يو څخه بلې بهترې زندګې ته نقلوي، او شرپسند انسان د خپلو کړو وړو سزاګانو ته بوځي، الله پاک چې مونږ مړه کوي دا معنا نه ده چې هغه له مونږ سره مينه نه لري، بلکې په دې خاطر مو مړه کوي چې د هغه په څنګ کې اووسيږو، په داسې ښايسته جنتونو کې ووسيږو چې جمال او ښکلا نه يې زمونږ تصور ډېر قاصر دی.

ځينې ماشومان نو بيا ولې مړه کيږي؟

په عمومي توګه ماشومان شرپسند نه وي او نه قصداً عمداً ناسم کارونه کوي، الله پاک چې کوم کوچنيان مړه کوي خپله ورله استقبال کوي او جنت ته يې ننباسي، کله چې انسان وفات شي او بيخي خاورې ايرې شي خو روح يې لا هم باقي پاتې وي، روح يې خالق تعالی جل جلاله ته پورته کړی شي، همدا راز د دغه انسان ښه کردار او نوم هم د خلکو په زړونو کې د تل لپاره پاتې وي، له دې کبله لازمي ده چې انسان د خپل رب سره ديدار ته د خير د کارونو په کولو او له شر او شرارت څخه د ځان په ساتلو سره پوره چمتوالی ونيسي او د اسلامي شريعت تعليماتو ته پوره ملتزم وي.

مونږ چې کله ومرو نو چرته ځو؟

کله چې په دنيا کې زمونږ هغه موده تر پای ورسيږي چې الله پاک راته مقرره کړې ده نو قبر ته مو نقل مکاني وشي – قبر د مړو لپاره ځانګړی ځای دی – قبر يا د جنت له باغيچو څخه د هغه چا لپاره باغيچه وي چې په الله پاک باوری وي او يقين پرې لري، اطاعت يې کوي او په خپل دنيوي ژوند کې نيک  عملونه کوي، تر قيامت پورې دغه مومن بنده په نعمتونو او مزو چړچو کې وي.

–     : ايا مړی اوريدل او ليدل کولای شي؟ د خاورو لاندې هغه څه ډول تنفس اخلي؟ ايا هغه خوراک څښاک او خوب کولای شي؟

هو، کله چې مونږ په مړي باندې سلام وکړو هغه زمونږ د سلام کلمات اوري او که دعاګانې ورته وکړو نو دعاګانې ورته رسيږي، خو ولې هغه زمونږ په څېر نه  تنفس کولای شي او نه ورته اړتيا لري، هغه زمونږ له ژوند سره په کامل توپير د بل ژوند پړاو ته تللی دی، اخروي حيات له برزخ څخه پيليږي ، دا مرحله خپل قوانين او جلا کيفيت لري، دلته نه تنفس او نه خوراک څښاک شته، نه خوب او کار روزګار شته، بلکې يا استمراري نعمتونه او يا استمراري عذاب وي.

جنت څه شی دی او هلته څه وي؟

جنت دار السلام دی، د امن او امان کور دی، ډېر ډولي او ښايسته ځای دی، چې انسان د څه شي تمنا وکړي او خوښ يې وي هلته به وي، جنت هغه ځای دی چې نيک عمله خلک به ورته لاړ شي، جنت اته دروازې او لوړې لوړې ډېرې درجې لري، مومنان بندګان به ورته د خپلو نيکو عملونو له مخې خپلې خپلې برخې ته لاړ شي، د ډېرو حسناتو څښتن ځای به په کې د هغه چا پرتله چې حسنات يې کم وي ډېر ښايسته او اعلی او مزيدار او خوندور وي، خو جنتيان به ټول په امن او امان، په ارام او سکونت سره ژوند کوي، د الله په رضا او نعمتونو کې به وي، مونږ به په جنت کې د کامل سعادت څښتنان يو، نه به ناجوړه کيږو او نه به راباندې ستړې ستومانتيا راځي، مونږ به هلته الله پاک او د هغه رسول او ټول انبياء عليهم السلام ووينو، هغه خلک به هم ووينو چې مونږ ورسره مينه لرو، هلته به ټول هغه څه وي چې زمونږ خوښ وي او غواړو يې، که هغه خوراک وي او که څښاک  او که نور نعمتونه.

اور څه شی دی؟ او الله پاک ولې پېدا کړی دی؟

اور د عذابونو کور دی، اور هغه ځای دی چې الله پاک د ټولو هغو خلکو لپاره تيار کړی دی چې په شر او شرارت بوخت وي، خلکو ته اذيتونه ورکوي او دالله په عصيان ککړ وي، نه د الله پاک امر مني او نه يې د نواهيو نه ځان ساتي.

حيوانات به چرته ځي؟ جنت او که دوزخ ته؟

حيوانات په عبادتونو مکلف نه دي، بلکې مسخر مخلوق دی چې الله پاک د انسان د ګتې په خاطر پېدا کړي دي، دوی حساب کتاب او حتی عقاب نه لري، د قيامت په ورځ به الله پاک ټول مخلوقات راغونډ کړي او له يو بل نه به ورله قصاص او بدلې واخلي، کونډی حيوان به له ښکرور حيوان څخه بدله واخلي، کله چې الله پاک د دوی له قصاص څخه فارغ شي امر به ورته وکړی چې خاورې ايرې شئ نو خاورې ايرې به شي.

Back to top button