په ايمانياتو باندې د ماشوم پالل

د مضمون

د مضمون له نګاه نه د ماشوم لپاره ايماني تربيه خورا نهايت زياته مهمه ده، ځکه په دې سره د ماشوم د ښو خويونو او عادتونو بنسټ کېښودل کيږي او فکر او زړه ته يې صحيحه او درسته عقيده په کامل قوت سره ورښکته کېږي، بلکې د ژوند په ټولو برخو او نيکو اخلاقو ته يې مزيده توجيه او لارښونه هم ده ، په دې مرحله کې ماشوم ټولې نړۍ ته خپلې موخې ورښايي، نو له کبله يې خپل اخلاق او برخورد او سلوک اصلاح کړي، چې څومره يې هدف متحقق وي هومره په دنيا کې سعيد او نېک بخته وي، او په اخرت ورته د خپل سعادت په اندازه سرفرازي ورکړل شي، دومره ده چې د ماشوم په دې عمر کې دا دنده د مور او پلار ده، ځکه خو يې قرانکريم شان او مرتبه پورته کړې ده، الله پاک فرمايي: [يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلَادِكُمْ ]

ژباړه: ستاسو د اولادونو په پار درته الله پاک ځانګړې سپارښتنه کوي.

بلکې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ورباندې بيخي ډېر صراحت کړی دی، هغه فرمايي: [مَا مِنْ مَوْلُودٍ إِلَّا يُولَدُ عَلَى الفِطْرَةِ، فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ أَوْ يُنَصِّرَانِهِ، أَوْ يُمَجِّسَانِه ]

ژباړه: هېڅ ماشوم نشته مګر په د حق د قبلولو قابليت سره پېدا کيږي، مور او پلار يې ترې يهودي، يا نصرانی او يا مجوسي جوړوي.

ياد حديث په يو څو اموورو باندې دلالت کوي:

  1. په انسان کې ايمان فطري دی، څوک چې له ايمان څخه ستنيږي عوارض يې بشر په خپله دی.
  2. د ماشوم په تربيه او پاللو کې حديث مبارک د مور او پلار مسؤليت او لوی دور لوبولو ته اشاره کوي.
  3. حديث مبارک د ټولنې هغه اغيز ته هم اشاره کړې ده چې د ماشوم په تربيه کې لوبوي.

دا هم د الله پاک لورينه ده چې له دليل او برهان پرته يې د ماشوم د پاللو په لومړي پړاو کې د هغه زړه او سينه خلاصه کړې ده ، د دې حديث په رڼا کې مور او پلار د ځوي په خونديتوب کې بايد خپل فعال رول ولوبوي او به مذکور فطرت باندې خاص ترکيز وکړي، او په هغه دين باندې د خپلو بچو پالنه وکړي چې د قراني ايتونو او صحيحو نبوي حديثونو څخه استخراج شوی دی، مور او پلار هېڅکله بايد په هغو عنعناتو او تقليدونو بسيا ونه کړي چې له ټولنې څخه ترويجيږي، تقليدي اسلام هېڅکله هم د چا لپاره په دې عصر کې د انحراف مخه نه ډب کوي، او نه هم د شخصيت کمزورتيا او د هويت ويلي کېدل خوندي کولی شي.

د کوچني ماشوم پاک زړه له هر ډول نقش او تصوير څخه پاک وي له دې کبله کېدای شي چې هر ډول نقش او تصوير ته ځای ورکړي، که د ماشوم نفس د خير په کارونو باندې روږدی شي او په علم کې يې راشي په دنيا او اخرت کې به د سعادت څښتن شي، مور او پلار او د کار خير هر معلم او ښوونکی به ورسره په ثواب کې ګډونوال وي، خو که د ماشوم نفس د شر او شرارت په کارونو باندې روږدی شي او د بهائمو او چارپايانو په څېر لا وباله پرېښودل شي نو د شقاوت او هلاکت ښکار به شي، ګناه او وبال به يې خپل سرپرست او نګران ته هم ورسيږي ، ځکه ښه ډول ارزول په کوچنيتوب کې کيږي، خو که کوچنی لا وباله او بې مهار پرېښودل شي او شرارت يې طبيعت جوړ شي نو کار خير ته راستنول به يې ډېر ګران وي .

د غښتلي ايمان څښتن او اسلامي تعليماتو ته ژمنې کورنۍ کې چې د کوم کوچني نشو نما وشي او په هر څه کې مور او پلار تقليد کړي، د مور او پلار د نظر له مخې خپل ځانګړي مفاهيم تصحيح کړي، ګورو چې داسې خلک هم شته چې په پوره باور او کلک عزم باندې شرعي مفاهيم مقدم بولي چې دا په ماشومانو کې بعينه د مور او پلار ديني جذبه راولي، خو که د کوم ماشوم مور او پلار شرعي تعليماتو ته ژمن نه وي، نو ډېره به ګرانه وي چې په مستقبل کې دین راجذب کړی شي، ځکه چې په کوچني توب کې يې د دين هېڅ اثر نه وي ليدلی نو ديني افکار او اتجاهات يې په شخصيت کې ځای هم نه نيسي.

په کوچنيانو کې

د ديني اړخ نشو نما

د کوچنيانو په نفسياتو کې دين د الله پاک د وجود له فکرې څخه پېل اخلي، بيا يې ترڅنګ نور اندونه راڅرګنديږي، د پېدا کېدو، د اخرت او ملائکو او شيطانانو فکر، د کوچنيتوب د نښانو ديني نشو نما دا مرحله څلور ځانګړني لري:

  • واقعي ځانګړنه: چې ماشوم ديني مفاهيم په خپلو محسوسو واقعيتونه کې راتاو کړي، څومره چې کوچنی وده کوي هومره حقيقت پېژني او د ديني مفاهيمو په ادراک کې مخکې ځي او د مراهقت په مرحله کې یې خپل نصاب وګرځوي.
  • شکلي ځانګړنه: دا هله چې کوچنی په خپلو عبادتونو او دعاګانو کې خپل مشران تقليد کړي، له دې پرته چې کوچنی دې د خپلو عبادتونو او اذکارو په معنا او روحي ستروالي وپوهيږي، له مربي سره خو بيخي لائق دي چې د ماشومانو له دې مرحلې څخه ګټه واخلي او د اسلام په  ارکانو، په اسلامي اخلاقو او د ايمان په ارکانو او ثمراتو يې وپوهوي.
  • ګټوره ځانګړنه: چې کوچنی د خپلو عبادتونو په ادا سره د خپل مور او پلار او د استاذانو خوشحالي درک کړي، نو دا مهال ماشومان د خپل  عبادت په ادا سره د دوی خوشحالول غواړي، کوچنی دا مهال خپل عبادت په دې خاطر هم کوي چې خپلې ګټې تر لاسه کړي او يا د هغه عقوبت مخنيوی وکړي چې د کسالت او لا وباليت په مهال ورته متوجه کيږي.
  • تعصبي ځانګړنه: په دې ځانګړنې سره کوچنی د خپل دين لپاره د ولاء تر کچه رسيدلی خپل فطرتي تعصب کوي، د سترې درجې کار يې د دين او الله پاک لپاره تعصب دی.

له تېرې څېړنې څخه په استنباط کولای شو چې ايماني تربيه باندې د ترکيز اهميت درک کړو، په عمومي توګه د ټولو کوچنيانو او په ځانګړې توګه په دې دور کې چې فتنې ورپکې په ډېرښت دي او د ملهياتو او په ناوړه امورو باندې د بوختيا اسباب او اساليب بلها تنوع لري ، بايد مور او پلار او ګرد پالونکي زيار اوباسي چې د کوچنيانو په ذهن کې ايماني کشت او کر وکړي او ايماني امور ورته اسان معرفي کړي.

په ايماني تربيه باندې د ماشوم پاللو په مهال بايد مور او پلار او ښوونکي لاندې امورو ته متوجه وي:

لومړی: د کوچني په نفس کې د فطرت غښتلتيا، ترڅو کوچني ته د توحيد د کلمې په تعليم او زده کړه کې رول ولري.

دوهم: د ايمان د شپږو ارکانو په ورزده کړې سره د ماشوم په نفس کې ايمان ته وده ورکول چې بنسټ به يې له رب پروردګار سره مينه او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره محبت او قراني تعليمات وي.

د والدينو په نفسونو کې ديني فطرت د خپلو بچو د تربيې په تړاو ستر مرستندويه دی، فطرت د تدين باعث په ډاګه کوي، او تدين هم د نورو طبيعي غرائزو په څېر غريزه ده چې تبديل او تغيير نه قبلوي، بلکې توجيه او نشو نما قبلوي، شونې ده چې د تدين غريزه په بيلابېلو هغو ځايونو کې استعمال شي چې له کبله تدين نه دی شته شوی، خو ولې ګورو چې اسلام بيا فطرت ته له هغه اړخه توجيهات متوجه کوي چې له کبله يې تدين شته شوی دی.

يو له هغو مهمو امورو څخه چې د ماشوم نشو نما پرې اړينه ده د ايمان د شپږو ارکانو زده کړه ده چې مهم يې په الله پاک باندې ايمان دی، په الله پاک باندې ايمان او ورسره محبت له کبله د ايمان پاتې ارکان خپله شته کيږي، له دې کبله الله پاک خپل محبت، هغه ته خضوع او خشوع د ايمان لپاره موکد قانون ګرځولی دی، د دې معنا دا ده چې له الله پاک سره مينه او محبت او له دښمنانو سره يې دښمني د هغه د اطاعت له لوازمو څخه دي، او الله پاک په دنيا کې واجب کړي دي چې بايد په ټولو ديني محبتونو بايد له الله سره مينه او پورته وي، الله پاک فرمايي: [قُلْ إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُم مِّنَ اللَّـهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّىٰ يَأْتِيَ اللَّـهُ بِأَمْرِهِ  وَاللَّـهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ]

ژباړه: (اى پېغمبره!) (ته دوى ته) ووایه: كه چېرې وي ستاسو پلرونه او ستاسو زامن او ستاسو وروڼه او ستاسو ښځې او ستاسو قبیله او هغه مالونه چې تاسو هغه ګټلي دي او هغه تجارت چې تاسو د هغه د بندېدو وېره كوئ او هغه استوګنې چې تاسو هغه خوښوئ، تاسو ته ډېر محبوب دي له الله او د هغه له رسول او د هغه په لاره كې له جهاد كولو نه، نو بیا انتظار كوئ، تر هغه پورې چې الله خپل حكم راولي او الله فاسقو خلقو ته هدایت نه كوي.

او الله پاک د خپلو بندګانو لومړی صفت چې هغه پرې ورباندې خوشحاله وي دا دی چې دوی له الله سره مينه لري، هغه فرمايي: [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّـهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّـهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ  ذَٰلِكَ فَضْلُ اللَّـهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ  وَاللَّـهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ]

ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په تاسو كې چې څوك له خپل دین نه مرتد شو، نو ژر ده چې الله به داسې خلق راولي چې هغه (الله) به له دوى سره مینه كوي او دوى به له هغه (الله) سره مینه كوي، په مومنانو به ډېر نرمي كوونكي وي او په كافرانو باندې به ډېر سخت وي، د الله په لار كې به جهاد كوي او د هېڅ ملامت كوونكي له ملامتیا نه به نه وېرېږي، دا د الله فضل دى، چا ته چې وغواړي هغه ته يې وركوي او الله ډېر د فراخۍ والا، ښه پوه دى.

او الله پاک توضيح کړي دي چې خالص توحيد هله شته کيږي چې د الله پاک لپاره محبت مطلق باندې د توحيد عقیده ونه لري، الله پاک فرمايي: [وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللَّـهِ أَندَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّـهِ  وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِّلَّـهِ  وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّـهِ جَمِيعًا وَأَنَّ اللَّـهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ]

ژباړه:  او په خلقو كې ځېنې هغه څوك دي چه له الله نه غير نور شريکان نیسي، له هغوى سره مینه كوي له الله سره د مینې په شان، او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلك) دي، او كه چېری هغه كسان چې ظلم يې كړى دى؛ دا وویني، كله چې دوى عذاب ویني، چې یقینًا قوت ټول خاص د الله لپاره دى او دا چې یقینًا الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى.

خو د کوم عبادت لپاره چې الله پاک مونږ پېدا کړي يو نو د محبت لويه مرتبه ده، او د الله دتوحيد بنسټ له الله پاک سره مينه او محبت کول دی او همدا د الله پاک د الوهيت اصل او د عبادت حقيقت دی، تر هغه د انسان توحيد تر کمال نه رسیږي ترڅو له الله پاک سره کامله مينه ونه لري چې په ټولو مينو او محبتونو تفوق لري، پرېکړې به په همدغه مينه او محبت باندې پالل کيږي او د انسان ټول محبتونه به د الله پاک د محبت تابع وي او د انسان سعادت او فلاح هم د همدې پورې تړل شوی دی.

دغسې محبت چې بنسټ يې په الله باندې کامل ايمان وي د کوچنيانو د سلوکو د استقامت لپاره او په اسلام باندې د سرښندنې او د الله پاک او د هغه درسول د اطاعت ستره وسيله ده، که د چا په زړه کې د الله مينه ځای پر ځای شي نو  عقيده او عبادت او اخلاق به يې دروست شي، که په ځينو جزئي مسائلو کې څه هم دغه ډول سړی انحراف ولري او يا پرې غفلت او نسيان طارئ شي خو په ډډ کې يې له الله سره مينه بېرته ديني استقامت ته راستنوي ، ځکه مينه او محبت يواځې دا نه چې خارجي دوافع هم لري بلکې داخلي دوافع لري.

اسلامي عقیده چې د کومې موخې نشر او اشاعت کوي بيخي د انسان د فطرت او طبيعت سره سمون خوري، له سليم عقل سره موافق خو ورسره هېڅ ډول تناقض نه لري ، دا ډول اسلامي عقيده دومره ځانګړنې او امتيازات لري چې بله عقيده يې نه لري، ايکې يواځې اسلامي دين دی چې فکري، عقيدوي، اخلاقي او تشريعي نظم او ضبط لري، له دې نګاه څخه چې اسلامي دين فکري او عقيدوي نظام او ضوابط لري نو د نړۍ لپاره يې هومره شامل تفسير کړی دی چې د نړۍ پايله به څه وي؟ په داخل کې يې حقائق څه شی دي؟ له دې وروسته به بيا څه وي؟ ژوند څنګه پېل اخلي؟ له ژوند څخه موخه او هدف څه شی دی چې انسان يې له کبله شته شوی دی؟ دا ټول هغه څه دي چې د انسان عقلي پوښتنې ځوابوي، تر هغه انسان نه شي هوسا کېدای ترڅو خپلو پوښتنو ته شافي او کافي ځوابونه ونه لري، ورنه خپل ټول ژوند به په نا اراميو، اضطراب او کشمکش کې تيروي، ځکه چې د ژوند په تړاو هېڅ قابل غور څه نه لري.

د ايماني تربيې

ګټې او فايدې

د ایمانی تربيې ورکونکی مربي او معلم ګڼ شمېر ثمرات ترلاسه کوي چې ځنې يې دا دي:

  1. لومړی: د خير او ښېګړې په کارونو مسارعت کول، دا ډول مربي د تل لپاره زيا اوباسي چې الله پاک ته د قربت او رضا کارونه کوم کوم دي چې ويې کړي.
  2. دوهم: ايماني تربيه په انسان کې داخلي تدبير تقويه کوي، ژوندی ايمان دې ته ويل کيږي چې د انسان په سلوکو کې مثبت رول ولري.
  3. دريم: په دنيا کې زهد، په داسې حالت کې يې زړه بيخي له دنيا سره هېڅ اړيکه نه لري او نه يې دنيا د تعامل او اهتمام موخه وي.
  4. څلورم: الهي ملاتړ، په داسې وختونو کې الله پاک د خپل مومن بنده ټولې چارې پخپله په هغه توګه اداره کوي چې د بنده مصلحت او ګټه او د دنيا او اخرت سعادت يې ورپکې وي.
  5. پنځم:  الله پاک ته رغبت، څومره چې هم د انسان ايمان ډېرښت کوي هومره يې په الله پاک باندې باور ډېريږي، هغه ته يې رغبت او له مخلوق څخه يې انصراف ډېر وي.
  6. شپږم:  د افرادو ترمنځ ستړې ستونزې او د سلبياتو کمښت، څومره چې زړونه په ايمان باندې ودان وي هومره پرې د هواپرستۍ اغېز سست وي، د انسان اراده دومره پياوړې شي چې د هر کار خير په کولو باندې انسان مجبوروي.
  7. اووم: په خلکو کې د مثبت اړخ تقويه، د غښتلي ايمان څښتن د تل لپاره د خپل ځان او بل په اصلاح بوخت وي.
  8. اتم: د ډاډ او اطمئنان احساس، څومره چې د چا په زړه کې ايماني باور غښتلی وي هومره ترې د وير ډار ثقافت کډه کيږي او خلک هم ورڅخه ډار لري.

د ايمانې تربيې

اړوند

مور او پلار بايد بچو ته هغه څه ورزده کړي چې ايماني قوه يې غښتلي کوي، د هغوی سلوک او اخلاق ارزيابي کوي او د محمد صلی الله عليه وسلم امت ته په انتساب وياړ کوي، په دې معنا کې لاندني امور راځي:

  1. د ايمان د شپږ واړه ارکانو زده کړه، اجمالي ايمان داسلامي شريعت شمول چې له فطرت او انساني طبيعت سره سمون خوري، ترڅنګ يې ځان د شکلي تلقين څخه د ځان ساتلو خيال ساتل چې له انسان څخه د ايمان روح سلبوي، خو دې ته بايد پام ولرل شي چې ياد عمليات بايد په داسې حالت ترسره شي چې زړه راوېښوي او عقل ته حرکت ورکړي او د انسان سلوک ورسره پاک صفا شي.
  2. له افراط او تفريط پرته د نبي کريم صلی الله عليه وسلم، د هغه له کورنۍ او بي بيانو، او د ټولو صحابه کرامو رضي الله عنهم اجمعين سره په مينه او محبت باندې د بچو پالل.
  3. د اسلامي دين د شعائرو او نښو نښانو په تعظيم باندې د بچو پالل، او په ديني شعائرو باندې يې له ملنډو او رشخند څخه ډارول.
  4. کوچنيان په دې پوهول چې ايمان له نيکو اعمالو انجامولو پرته نه بشپړيږي، ايمان د نيکو عملونو په کولو زياتيږي او د بدو عملونو په کولو کميږي، ايماني تربيه تر هغه ضروري ده ترڅو د کوچني په اخلاقو او سلوکو او عبادت کې خپلې ميوې ورکړي.
  5. د کوچنيانو په نفسونو کې د اخرت په ورځ باندې د کلک ايمان لرلو عقيده، چې په دغه ورځ به انسان ته د هغو عملونو بدله ورکړل کيږي چې دنيا کې پرې بوخت و، که څوک محسن وي نو بدله يې جنت او که بد کار وي نو بدله يې اور دی.
  6. کوچنيان د الله پاک په مراقبه پوهه ول، چې په هر حالت کې يې هغه ويني او ګوري، هغه يې اقوال اوري او پرې پوهيږي، او د ژوند هېڅ حالت يې پر هغه پټ او پناه نه دی.
  7. کوچنيان پوهول چې ديني مسير يې حق او حقيقت دی، ترڅو دا شعور يې پرې باعث شي چې اسلامي دين ته انتساب کې دځان عزت او احترام وويني او دين ته په هر حالت کې ژمن وي.

د کوچنيانو په زړونو کې د ايمان

د کشت او کر اسلوبونه

کولای شو چې دا ډول اسلوبونه دوو ډولونو ته تقسيم کړو، يو ډول يې د کوچني له تمييز څخه وړاندې او بل ډول يې ورڅخه وروسته.

د هغو امورو له جملې څخه چې د تمييز له مودې نه وړاندې د کوچني په زړه کې ايمان ته پياوړتيا وربښي دا امور دي:

  1. په چاپيريال کې يې د هغو نومونو په مغز پوهول چې دا يې اوري لکه عبدالله، عبدالرحمن، عبدالکريم، او په اجمالي توګه يې د دې نومونو په معناګانو پوهول، د اذان په اوريدو ورته د اهتمام درس ورکول، ورځني اذکار ورته يادول او په هغې باندې ورته د خيال ساتلو درس ورکول ، د الله پاک لورينې ورته يادول او په ځانګړې توګه د خوراک او څښاک په مهال، هغوی ته د خوراک په مهال بسم الله ورزده کول او په اخر کې يې په الحمدلله ويلو باندې روزل.
  2. د قرانکريم ځينې سورتونه ورته يادول، او کوچنی په دې پوهول چې قرانکريم د الله پاک کلام دی، لومړی بايد ورته سورت فاتحه ور زده کړی شي او بيا سورت اخلاص او بيا معوذتين، دا راز ماشوم ته ځينې هغه قصيدې او شعرونه ور زده کول چې د صحيح ايمان ترجماني ورپکې شوي وي.
  3. د خوشحاليو په مهال ورته د الله پاک نوم وريادولو خيال ساتل، بايد د کوچنيتوب په مهال ورته د الله د پاک نوم له عذابونو سره ياد نه شي، دا مهال به مربي ماشوم ته د الله پاک د غضب اوعذاب او درزخ ډېرې خبرې نه کوي.
  4. په اخلاقو او قوت کې کوچنيان ښايسته اخلاقو ته توجيه کول، ترڅو د الله پاک عظمت او قدرت باندې سم دم پوهه شي، او له الله سره يې په دې مينه پېدا شي چې ټوله نړۍ او کائنات يې ورله مسخر کړي دي.
  5. په سلوکو ، په ترحم او مهربانۍ، د خبرو د کولو او اورېدلو په ادبونو باندې ماشوم اموخته کول، د ښه مقتدا له لارې يې په نفسيت کې اسلامي اخلاق کرل ترڅو د فضيلت او خيريت په فضا کې ژوند وکړي او له ارد ګرد چاپيرال څخه د خير او سعادت اقتباس وکړي.

اما د تمييز له مودې وروسته مخکنو يادو شويو امورو ته بايد د غور او سوچ دا امور هم اضافه شي:

 

  1. د نړۍ په ستروالي، په دقيق صنعت او غښتليتا باندې بايد کوچنی وپوهول شي، ترڅو له دې لارې د الله پاک عظمت او جلال وپېژني، الله پاک فرمايي: [صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ]ژباړه: (وګورئ) كاریګري د الله هغه چې هر شى يې محكم كړى دى.
  2. د الله پاک په افعالو او مخلوقاتو باندې کوچنيانو ته تذکير ورکول، ترڅو له  الله پاک سره مينه ولري او ثناګانې يې ووايي، د بېلګې په توګه له ورځې او شپې د پېدا کولو څخه د الله پاک حکمتونه، له لمر سپوږمۍ، له حواسو: غوږونو، سترګو، ژبې او نورو شيانو په تخليق کې د الله پاک حکمتونه، الله پاک فرمايي: [أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا فِي أَنفُسِهِم مَّا خَلَقَ اللَّـهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ بِلِقَاءِ رَبِّهِمْ لَكَافِرُونَ]ژباړه: ایا دوى په خپلو نفسونو كې فكر نه دى كړى، چې الله اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي؛ نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره او په ټاكلې نېټې سره  او بېشكه ډېر له خلقو ځنې د خپل رب په ملاقات خامخا منكران (او كافران) دي.
  3. له روانو پېښو څخه په ګټه اخستلو سره موقعې او چانسونه کتل تر څو ماشومانو ته د خير جمله کارونه محبوب او له شر او شرارت څخه يې نفرت پېدا شي، دبېلګې په توګه: که ناجوړه شي نو بايد ده چې مونږ د هغه د زړه رابطه الله پاک سره جوړه کړو، دعاګانې بايد ورته ور وښايو، ښه ګمان په الله پاک ور زده کړو، شرعي دمونه ور زده کړو، که کور ته ميوجات يا نور خواږه راوړو بايد ده چې د شکر ويستلو عبادت باندې يې روږدي کړو او ويې خبرو چې دا د الله پاک پر مونږ ځانګړې لورينه ده، د سترو دردونکو پېښو په مهال بايد مور او پلار خپلو کوچنیانو ته له ايماني مفاهيمو له زده کړې څخه ډډه وکړي ځکه چې هغوی د پوهې او ادارک د کاملې قوې څښتنان نه دي.
  4. د اسلامي خويونو د تعليم په خاطر مور او پلار بايد د ماشومانانو لپاره عملي عادات ولري تر څو موخه په اسانۍ سره تر لاسه کړو، له دې کبله له مربي سره ښائيږي چې د اقتداء لپاره بايد پخپله نېکه بېلګه وي، ځکه د دين او اخلاقو ترمنځ تعامل او سلوک رښتنې اړيکه لري چې د غور او سوچ تقابل بيخي نه ارزي.
  5. له هدفي قصو او واقعو څخه ګته اخستل تر څو کوچنيانو ته ور زده کړی شي او له خيالي قيصو څخه يې لرې ساتل، مناسب ده چې واقعه اوقصه ورته د اغېزناک تمثيل له لارې واورول شي، او ورڅخه هغه موخې ظاهره شي چې له کبله يې ماشوم ته قصه اورول کيږي، د شعرونو اورولو له لارې هم مونږ کولای شو چې د کوچنيانو نفسيتونه په ښو اخلاقو باندې وروزو، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سيرت ورپېژندل ترڅو اطاعت يې وکړي او په ځانګړي توګه بيا هغه واقعات چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د ماشومتوب په مهال تر سره شوي دي، يا يې له ماشومانو سره خوندور مواقف او له دوی سره لوبې لوبالې، د نبي کريم صلی الله عليه وسلم هيئت او د هغه بهترين اخلاق، همدا راز کولای شو چې ماشومانو روزنه د صحابه کرامو رضي الله عنهم په قصو او ايماني افروز واقعاتو باندې وکړو، د نبي کريم صلی الله عليه بي بيانې او د هغه پاکه کورنۍ – رضي الله عنهم أجمعين – په واقعاتو او داسې نور.
  6. د کوچنيانو لپاره په تربيت کې ميانه روي کول، په هغوی هغه شاق کارونه نه تحميلول چې له توان نه يې بهر وي، هېره دې نه وي چې د ماشومانو لپاره د لوبو او سپورټس وختونه له ياده ونه باسو، باید داسې چلند ورسره ونه کړو چې د هغوی د طبيعي او نفسي نشو نما مخه نيسي، يا ترې د کارونو اړوند هرومرو مثبتې نتيجې وغواړو، يا پرې هغه څه تحميل کړو چې د کوچنيتوب له اساسي حاجتونو څخه يې بې برخې کوي، ځکه په دې برخه کې مغالات کول او ډېر نقد سلبي اړخ ته تللو سره کوچنی په سلبي اړخ روانيدلی شي، دا ډول پېښې له کوچني سره په لومړنۍ مرحله کې مور او پلار په دې خاطر کوي چې کامله بېلګه او ښه مقتدا جوړ شي.
  7. د لويانو له پلوه باید د کوچنيانو په طبيعت کې ډېره مداخله ونه کړی شي، د کوچنيانو لپاره بايد د نشاطاتو ټول اوزار شته کړی شي چې د هغه په نفس کې پټ کرکټر راښکاره کړي او د چاپيريال ادراک په ښه ډول وکړي، په دې سره د کوچنيانو په نفسياتو کې نوښتونه او د انکشاف جذبه وده کوي.
  8. کوچني ته تشجيع ورکول د هغه په نفس باندې ډېر ښه او ګټور اغېز لري، د تل لپاره يې د نيکو عملونو په ترسره کولو په پوره جدوجهد هڅوي، څومره چې د کوچنیانو د سلوکي اړخ بنسټ ثواب او مينه وي هومره به يې بوختيا نېکې پايلې ورکوي او په ښه ډول به خپل کارونه انجاموي، بايد ده چې له ماشوم سره په تعليمي مرحله کې پوره خواري وشي، هغه ته بايد ما له او ما عليه حقوق ور وپېژندل شي، هغه کارونه چې کول يې ښه او هغه چې کول يې ناښه وي، کوچنی بايد په خپل کرامت او مکانت باندې پوهه کړی شي او په تربيه کې بايد له ډېر سهولت څخه کار وا نه اخستل شي.
  9. د کوچنيانو په زړه کې د قرانکريم مينه او محبت کرل، ترڅو د قرانکريم اوامرو او نواهيو ته په اسان زړه راښکونکي اسلوب قداست او احترام ولري، ماشوم بايد پوهه شي چې څومره په اتقان سره تلاوت کوي نو د ملائکو تر درجې به ورسيږي، د تل لپاره بايد د تلاوت د ادبونو خيال وساتي لکه اعوذ بالله، بسم الله ويل، په ډېر احترام د قران کريم ايتونه اورېدل، ځکه دا ډول کردار د ماشوم لغوي اړخ مضبوطوي او په تلاوت يې لا تشجيعوي، کوچني ته بايد د قرانکريم د ځينو هغوو ايتونو تفسير ور زده کړی شي چې هم د ده ياد وي او هم په عقيدوي امورو مشتمل وي، لکه سورت فاتحه، سورت اخلاص، معوذتين، په ښايسته زړه راښکونکي اسلوب او تکرار سره بايد کوچنيانو ته دقرانکريم قصې او واقعات بيان کړی شي.
  10. د پوښتنې او ځوابونو له لارې د کوچنيانو له استخدامولو څخه ګټه اخستل، دا ډول پوښتنې باید په هغو معلوماتو باندې مشتملې وي چې مونږ يې ماشومانو ته زده کړه غواړو، ځوابونه هم بايد ډېر مختصر وي او د کوچنيانو له عمر او مستوی سره سمون خوري، دا ډول پوښتنې او ځوابونه د ماشوم په نفسياتو او د ښايسته اخلاقو په کسبولو کې ستر رول لري او ښه اړخ ته يې ټيل باسي.
  11. د تصويرانو د رنګولو له لارې بايد د ماشومانو وختونه ګټور شي، د دوی مخې ته داسې ايمان افروز تصويرانو کېښودل شي ترڅو دوی يې رنګ کړي او بايد هر ځل دغه ايمان بښونکي تصويران يو له بل څخه بدل وي، دوی ته د مسابقاتو او د پراخه مجالونو له مخې بايد دغه ډول تعليمات ورکړل شي، ښه به دا وي چې دا ډول مسابقې د حرکتونو والا وي ځکه چې ماشومان ورسره مينه هم لري او برخه هم ورپکې ډېره اخلي.
  12. ضرور ده چې کوچنیانو ته د عقيدوي مسائلو په پار ځينې حديثونه يا يې څه برخې هم ورزده کړو چې د دوی له تفکيري مستوا سره سمون خوري، هغه هم په لنډ مختصر جاذب انداز سره چې د دوی عقل يې ايجابوي ، دا هم کېدای شي چې د کوچنيانو تعليم د هغو عبارتونو له مخې وشي چې ايمان ته وده ورکوي او بيا د دغو کلماتو  استعمال خپله د ماشوم عادت او  خوی وګرځي: لکه : قَدَّرَ اللهُ وَمَا شَاءَ فَعَلَ، په الله مې بروسه ده، الله پاک په هر څه قدرت لري، د مور او پلار او د ښوونکي تر څارنې لاندې د کوچني تربيه په دې هم کېدای شي چې هغه خپله خوب خونه او صنف پاک صفا وساتي او له ايمان څخه ډکو کلماتو باندې يې مزين کړي، لکه : زه مسلمان يم، زه مې له رب سره مينه لرم، د ايمان ارکان، دا او دې ته ورته تعليمي وسائل له مشاهدې سره سم د کوچني په ذهن کې ځانګړی مقام پېدا کولی شي.
  13. کوچني ته بايد ور زده کړو چې له غم او درد، له ستونزو او ستړو څخه هېڅوک هم خلاص نه دی، په نړۍ کې الله پاک هرومرو خلک په مصيبتونو باندې ازموي، کوچنيان بايد پوهه کړو چې الله پاک هر څه مقدّر کړي نو هغه ورپکې بلا شمېر حکمتونه او ګټې لري، په دې يې بايد وپالو چې ګټه او تاوان رسونکی الله پاک دی، رحمت يې په غضب او غصه ډېر مخکې دی، بايد کوچنيانو ته ور زده کړو چې د تل لپار اساني او مزې له سختو ګاللو وروسته وي، په مخلوق کې دا د الله قانون دی او بايد په الله باندې ښايسته ګمان ولرو، دا خبرې کوچنيانو ته ورزده کول بعينه عبادت دی، دا بايد ومنو چې زمونږ د الله پاک اختيار زمونږ د خپل ځان لپاره له اختيار څخه ډېر ښه دی، انسان بايد ځان په صبر او حوصله باندې سينګار کړي، د مصيبتونو په مهال بايد انسان ټول شرعي اسباب په کار واچوي، د الله په سوچه رضا باندې ځان ګاڼه کړي او مصيبتونه د ځان لپاره اجر او ثواب وګڼي، په اخر کې باید له ياده ونه باسو چې ماشوم ته دا ور زده  کړو چې ډېرې دعاګانې او الله پاک ته التجاء د انسان لپاره تل او همېشه ګټور تجارت دی.

د پرورش

وسائل

د کوچنيانو په نفسياتو کې د ايمان د کشت او کر لپاره مرستندويه مهم وسائل په دې توګه دي:

  1. قدوه حسنه: د کوچنيانو په نفسونو کې نېک مقتدا د اسلوبو په اعتبار د ستر اثر او ژور رسوخ وسيله ده، د کوچنی ماشوم د ښه مستقبل په خاطر نبي کريم صلی الله عليه وسلم د ښه اقتدا لرلو تنبيه ورکړې ده، له عبدالله بن عامر رضي الله عنه نه روايت دی فرمايي: [دَعَتْنِي أُمِّي يَوْمًا وَرَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَاعِدٌ فِي بَيْتِنَا، فَقَالَتْ: هَا تَعَالَ أُعْطِيكَ، فَقَالَ لَهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «وَمَا أَرَدْتِ أَنْ تُعْطِيهِ؟» قَالَتْ: أُعْطِيهِ تَمْرًا، فَقَالَ لَهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَمَا إِنَّكِ لَوْ لَمْ تُعْطِهِ شَيْئًا كُتِبَتْ عَلَيْكِ كِذْبَةٌ]ژباړه: نبي کريم صلی الله عليه وسلم زمونږ په کور کې ناست او ما ته مې مور اواز وکړ چې راشه څه شی درکړم، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: آيا څه شی دې ورکول؟ هغې وويل: غوښتل مې چې کجوره ورکړم، هغه ورته وويل: که دې څه نه وای ورکړی نو يو دروغ به درته ليکل شوي ول.په يو روايت کې لا دا هم راځي: [مَنْ قَالَ لِصَبِيٍّ: تَعَالَ هَاكَ، ثُمَّ لَمْ يُعْطِهِ فَهِيَ كَذْبَةٌ]ژباړه: که څوک ماشوم ته ووايي چې راشه څه واخله، او بيا څه ورنه کړي نو دا دروغ دي.قدوه بايد فعال اسلوب وي، او حديث کې هم په ځانګړي توګه له ماشومانو سره د رښتيا ويلو اهميت ته اشاره ده.
  2. رښتونی نصيحت: امکان لري چې نصيحت په بېلابېلو لارو سره وکړی شي، يا خو دا چې نصيحت په معروف او مشهور شکل ورکړل شي او يا د مثالونو په بيان سره، يا د قصې او کهانۍ په منځ کې او يا هم د حوار او مکالمې په شکل او که بل صورت او ډول ولري، خو دا مو بايد دنده وي چې په نصيحت کې ماشومان تنګ نه کړو او خيال يې وساتو.
  3. ترغيب او ترهيب، له دې څخه په ثواب او عقاب هم تعبير سم دی، له دې وروسته بيا عاطفي اسلوبونه بايد په کار واچول شي ځکه دا ډول نصيحت د انسان له هغه فطرت سره سمون خوري چې الله پاک ورباندې پېدا کړی دی، او دغه فطرت له ګټې سره مينه لري او د جلبولو زيار يې اوباسي، له شر او شرارت څخه نفرت لري او له ځان څخه يې دفع کوي، خو ضرور ده چې ترغيب او ترهيب د افراط او تفريط په منځ کې وي، ځکه د ماشوم نفس بيخي رقيق او شفاف وي نو نه ارزي چې وډارول شي، دا چې د کوچنيانو نفسيتونه زر د اغېز لاندې راځي نو ترغيب ورته په کار دی، د عمر په دې مرحله کې ماشوم له ترهيباتو څخه ترغيباتو ته ډېره اړتيا لري.
  4. تدريب او ممارسه: د الله پاک په رضا باندې کوچنی اموخته کول، له هغه څخه خشيت او حيا کول، د ژوند په ټولو برخو کې پر الله پاک باندې توکل چې هر څه د الله په لاس کې دي، دا او دې ته ورته اخلاق هغه څه دي چې په ماشومانو کې د هر محنت او مشکل په وړاندې قوت او صلابت پېدا کوي، دا اخلاق په کوچنيانو کې رضا، يقين، او قلبي اطمئنان پېدا کوي چې هم يې پرې نفس او هم يې پرې زړه مطمئن وي.
  5. تکرار، تکرار هغه اسلوب دی چې اوسني تعليم تر ثبوت رسولې ده چې د انسان په نفس کې علم لا تقويه کوي.
  6. حوار او مناقشه، له کوچنيانو سره حوار او مناقشه د هغوی د معرفت او دانش مدرکونه پراخوي، خو ضرور ده چې د کوچنيانو د راي احترام پکې وساتل شي، خبرې يې په سمه توګه واورېدل شي، په دې خاطر چې حوار ناجح او ګټور شي او په ترڅ کې يې ورته توجيهات هم وشي.
  7. کتاب، د ستر اهميت خبره ده چې د ماشومانو لپاره د هغوی مناسب علمي، ثقافتي او ايماني کتابتون شته شي ترڅو د هغوی اړتيا له منځه لاړه شي او ډېره ښه خبره ده چې مکتبه سمعي او بصري او رقمي څانګې ولري، ډېره مهمه ده چې د کوچنيانو دا ډول مکتبه په قصو او واقعاتو مشتمله وي ځکه قصې د تربيت لپاره ډېره ښه وسيله ده ، د نبي کريم صلی الله عليه وسلم سيرت او صحابه کرامو د ژوند ډېرې داسې ښې قيصې او ګټورې واقعې شته دی.
  8. اوسنۍ ټيکنالوجي او تعليمي وسائل: د افکارو په نشر او اشاعت او کوچنيانو ته په زده کړه کې دا دواړه پوره برخه لري ترڅو ماشومانو ته دغه افکار ورياد کړی شي، دا هم کېدای شي چې دغه ډول د لارو پر سر تختو باندې رنګين او زړه راښکونکي اسلوب باندې وليکل شي چې کوچنيان ځان ته راکاږي او نفسي حالت يې هم داسې کوي چې قبول اخلي.
  9. فطري دوافع: ماشوم ځينې داسې دوافع لري چې ګټه اخستل ورڅخه امکان لري، لکه هغوی سر لوبې کول، له يو بل سره مرسته کول او تقليد او داسې نور… د لوبې له لارې کوچنی کولای شي چې ارد ګرد خلک ځان ته کشف کړي او له خپلو تصوراتو څخه تعبير وکړی شي، له دې څخه د ګټو اخستلو امکان داسې کېدای شي چې د ژوند او نړۍ په تړاو ورته سم دروست تفسير ورکړی شي او په نفسيت کې يې د ښو اخلاقو کرونده وشي، خو دا هم په مناسب او لنډ اسلوب سره، کله چې د کوچني له دريځونو او منځ ته راغلي پېښو څخه په ښو توجيهاتو او تنبيهاتو سره ګټه واخستل شي  نو د کوچني په نفس کې خورا پياوړی اغېز پريږدي.
  10. دعاګانې، دعا الله پاک ته د انسان په افتقار او د هغه د فضل او مهربانۍ د اميد ساتلو باندې ښه دليل دی، الله پاک خپل بندګان هم د دعاګانو په کولو راتيز کړي دي او وعده يې ورسره کړې ده چې هرومرو به يې دعاګانې قبلوي، الله پاک فرمايي: [وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ ]ژباړه: او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم.دعا د مربي لپاره د هدف په ترلاسه کولو کې ستره وسيله ده، او دا وسيله د مربينو سپه سالارو او د الله پاک بهترينو خلکو استعمال کړې ده چې انبياء کرام دي، ايکې يواځې په دې خاطر چې په ايمان او توحيد باندې ټينګ او قائم او دائم ووسي، الله پاک فرمايي: [وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا الْبَلَدَ آمِنًا وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَنْ نَعْبُدَ الْأَصْنَامَ]ژباړه: او (یاد كړه) هغه وخت چې ابراهیم وویل: اى زما ربه! ته دا ښار د امن والا وګرځوه او ما او زما زامن د بتانو له عبادت نه لرې وساته.کوچنيانو ته دعا کول له هغه سره تربيت او پالنه کې د احسان لويه نښه ده.
  11. تمثيل او تقليد،  تقليد کول د کوچنيانو خوی او عادت وي، بايد ده چې ماشوم ته فرصت ورکړی شي چې د مسجد د امام دور ادا کړي، لمونځ او تلاوت وکړي، يا د خطيب دور ادا کړي او پورته شي خطابت وکړي، يا د ښوونکي دور ادا کړي او د درس ځيني فقرات شرح او تفصيل کړي، په دې سره د کوچنيانو په نفسيتونو کې معناګانې رسوخ پېدا کوي

د مربي

او پالونکي ځانګړنې

  1. رحمت او شفقت، تربيت او پالنه تر هغه مثبته نتيجه نه ورکوي تر څو له تربيې سره رفق اونرمي نه وي مل شوې چې زړونه له رحمت او شفقت څخه ډک کړي، اقرع بن حابس رضي الله عنه وليدل چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم د حسن او حسين په مچي کولو بوخت دی، ورته يې وويل: زه لس بچيان لرم خو لا مې هم يو نه دی مچې کړی، نبي صلی الله عليه وسلم ورته وويل: [مَنْ لاَ يَرْحَمُ لاَ يُرْحَم ]ژباړه: څوک چې په چا رحم نه کوي نو په ده به هم رحم ونه کړی شي.او مزيد فرمايي: [الرَّاحِمُونَ يَرْحَمُهُمُ الرَّحْمَنُ ارْحَمُوا أَهْلَ الْأَرْضِ يَرْحَمْكُمْ مَنْ فِي السَّمَاءِ]ژباړه: په رحم کونکي مخلوق به رحمن ذات رحم او مهرباني وکړي، دځمکې پر ميشو خلکو مهربانه شئ هغه څوک به په تاسو مهربانه شي چې په اسمان کې دی.
  2. برده باري او درګزري، د برده بارۍ ښايسته اخلاقو لوړې څوکې ته نبي کريم صلی الله عليه وسلم خپله رسيدلی دی، له جملې څخه يې د حوصلې او زغم اړوند انس بن مالک رضي الله عنه وايي: [كُنْتُ أَمْشِي مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَعَلَيْهِ بُرْدٌ نَجْرَانِيٌّ غَلِيظُ الحَاشِيَةِ»، فَأَدْرَكَهُ أَعْرَابِيٌّ فَجَبَذَهُ بِرِدَائِهِ جَبْذَةً شَدِيدَةً، حَتَّى «نَظَرْتُ إِلَى صَفْحَةِ عَاتِقِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَدْ أَثَّرَتْ بِهَا حَاشِيَةُ البُرْدِ مِنْ شِدَّةِ جَبْذَتِهِ»، ثُمَّ قَالَ: يَا مُحَمَّدُ مُرْ لِي مِنْ مَالِ اللَّهِ الَّذِي عِنْدَكَ، «فَالْتَفَتَ إِلَيْهِ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ثُمَّ ضَحِكَ، ثُمَّ أَمَرَ لَهُ بِعَطَاءٍ ]ژباړه: له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يو ځای روان وم او پر هغه باندې نجرانی زيګ څادر پروت و، يو بانډه چې راونيو او دومره سخت يې ځان ته راجذب کړ چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مرۍ مبارکه کې يې اثر پرېښود، بيا يې ورته وويل: ای محمده! زما لپاره د الله پاک له مال څخه په څه شي د راکولو امر وکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وکتل او يې خندل، بيا يې امر وکړ چې څه ورکړل شي.عفوه او درګزر هم له بردبارۍ سره تړلي اخلاق دي، الله پاک فرمايي: [خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ ]ژباړه: ته معاف كول راونیسه (د عفوه كولو عادت راخپل كړه) او د نېكۍ حكم كوه او له جاهلانو نه مخ وګرځوه.په دې خاطر چې حلم او بردباري وجود ته راشي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم له غضب او غصې څخه په ځان ساتلو توصيه کړې ده، په صحيح حديث کې راځي چې يو سړي نبي صلی الله عليه وسلم ته وويل: ما ته سپارښتنه وکړه، هغه ورته وويل: مه غصه کېږه، سړي يې بار بار غوښتنه وکړه خو هغه ورته وويل: [لاَ تَغْضَب ]ژباړه: مه غصه کېږه.
  3. صبر او حوصله، د تربيت او تعليم په دوران کې بايد مربي او ښونکی له بېړې څخه کار وانه اخلي او ځان په صبر او زغم سينګار کړي، او نه به مربي او ښونکی د خپلو هلو ځلو پايلي فورا غواړي، ورنه د خپل تربيتي لړې کې به ډېر ناهيلې شي او د ناکاميو ښکار به شي، بې حوصلې مربي لکه د بې توخې مسافر مثال لري.
  4. عدل، کله چې د افرادو ترمنځ له واضح سبب پرته امتيازي سلوک شته شي همکاري بې درکه او لا بيخي ورکه شي، د ماشومانو ترمنځ تفاهم بېګانه شي، او ظلم او زياتی چې کله هم وجود ته راشي هر څه بې رنګه شي.
  5. امانت، له ښونکي اوپالونکي سره ښايي چې له کوچنيانو سره پوره صادق او په تعامل کې امانتګر وي، امانت د اسماني استازو پېغمبرانو خوي او عادت و، او د اعمالو په خورا پياوړتيا او ښايست او کاميابۍ کې امانت بې پناه اثر لري.
  6. تقوا، څوک چې له الله پاک څخه ډار لري نو د دومره اعمالو توفيق به ورکړي چې د ده به ورته خيال هم نه وي، په دنيا او اخرت کې د توفيق، فلاح او نجاح لپاره تقوا ډېر ښه شی دی.
  7. علم، ځکه عالم د انسان په حال او مآل پوره خبر وي، د جاهل په خلاف باندې چې حاضر ضايع کوي چې عاقبت يې بيا ډېر ناکاره وي.
  8. اخلاص، تر څو پورې چې په اعمالو کې اخلاص نه وي نو اعمال يې مردود دي، او رياکار له ستړو ستومانيو پرته نور څه نه لري.
  9. حکمت، مربي او ښوونکی چې کله هر څه په خپل نصاب کې کيږدي، نو هر څه به په ګړندۍ توګه خپلې پايلې ورکړي او تربيه به خپلې ميوې ورکړي، مربي او ښونکی بايد د کوچنيانو نفس ته دننه ننوځي او د ماشومانو په تربيه او توجيه کې حکمت ګټور وبولي.
  10. په تربوي اعمالو باندې باور، تربيه نفسي او روحي خيرات او صدقه ده، که څوک په تربوي عملياتو باوری نه وي نو خلکو ته يې ګټه هم نه شي رسولی.
  11. پرمختګ، ضرور ده چې مربي او ښونکی بايد د خپلو امکانياتو له پرمختګ سره سم اهتمام وکړي ترڅو هغو موخو ته رسيدګي وکړی شي چې دا يې د تربوي دور په ادا کې لوبوي.
Back to top button