په الله باندې د ايمان لرلو اړوند د کوچنيانو پوښتنې

د ماشومتوب په لومړۍ مرحله کې د ماشوم په ذهن کې زياتره د الله پاک متعلق پوښتنې تيريږي راتيريږي، دلته مونږ هغه ډول پوښتنې ښکاره کول غواړو چې زياتره کوچنيان يې له خپلو والدينو څخه کوي.

الله څوک دی؟

له پېل څخه بايد مونږ ماشوم ته موقعه ور نه کړو چې د الله پاک اړوند راڅخه پوښتنې وکړي، مناسبه دا ده چې بايد مونږ هرومرو په هر مناسبت کې د الله پاک اړوند په کثرت سره وګړيږو، د ماشوم دې پوښتنې ته په سم صحيح ځواب د هغه په نفس او عقل او زړه کې د خالص توحيد دعقيدې او په الله پاک باندې د ایمان بنسټ ږدي، له دې کبله مناسب دا ده چې بايد ماشوم ذهن د الله پاک په ذات کې له فکر او سوچ څخه د الله پاک نعمتونو او لورينو ته سوچ واړول شي، لکه اسمان، وريځې، ستوري، لمر، سپوږمۍ، سمندرونه او ونې او داسې نور نعمتونه ،  دې ته يې بايد سوچ واړول شي چې ته الله پاک پېدا کړی يې او د بدن غړي يې درکړي دي، سترګې، غوږونه او خوله او ژبه، خپې او حتی ټول بدن يې درکړی دی، مونږ بايد کوچنی وخبرو چې الله پاک اسمان پېدا کړی دی، ځمکه يې پېدا کړی ده، ټولې ونې بوټې يې راټوکولې دي، په دې سره به کوچنيان له دې خبرو سره روږدي شي ، که بيا راڅخه پوښتنه ولري چې الله پاک څوک دی؟ مونږ به يې په ساده الفاظو وپوهولی شو چې الله پاک هغه څوک دی چې له مونږ څخه ارد ګرد شيان يې پېدائښت دی، او وبه کولی شو چې په دې اړه ورته ډېر مثالونه ورکړو.

کله چې مونږ وکولای شو چې د اسمان او ځمکې په عالمونو خپل کوچنيان وخبرو او له دې حيران کن نظام او عجيب ترتيب څخه ورته پرده پورته کړو ، ورته به ووايو: په دې نظام پوهه شوې؟ د دې قوانينو او ضوابطو کېښودونکی الله پاک پخپله دی، په دې سره به کوچنيان په علم او برهان او ښه دليل سره الله پاک وپېژني، بيا به یې وخبرو چې الله پاک هر څه پېدا کړي دي او د هغه په څېر هېڅ شی نشته دی، الله ډېر مهربان، رازق او کريم ذات دی، الله پاک ښايسته نومونه او ښکلي ډولي صفتونه لري، له دې کبله الله پاک د عبادتونو مستحق دی او په عبادت کې هغه هېڅ برخه دار نه لري، الله پاک له کوچنيانو سره دومره مينه لري چې لويان يې امر کړی دي چې ځانګړی خيال پرې ولري  او هر ډول خير او سعادت لپاره يې هلې ځلې وکړي، ماشومانو ته په ځانګړي توګه او ټولو خلکو ته به په عمومي توګه خير او ګټه رسوي، له مونږ سره به الله پاک په خپلو ښو او بدو عملونو محاسبه کوي او سزاګانې او جزاګانې به ورکوي، هغه به محسن ته د خپلو نيکو عملونو بدله ورکړي او بد کار ته به د خپلو ناوړه کارونو‎، دا به ډېره ګټوره وي چې مونږ کوچنيانو ته قصار مفصل سورتونو ورزده کړو ، ځکه همدعه سورتونو يې پوښتنو ته ډېر ښه ځوابونه وايي او د الله په ذات او صفاتو مشتمل سورتونه دي، الله پاک هغه څوک دی  چې نه ورڅخه څوک پېدا دی او نه ورنه څوک پېدا دي او هېڅ مساوي هم نه لري.

کولای شو چې پوښتنه ورڅخه وکړو: دا ښايسته کالي درته چا واخستل؟ هغه به ځواب وکړي: زما پلار، او مدرسې مکتب ته دې څوک بوځي او راولي؟ ؟ هغه به ووايي: زما پلار، کله چې ته ناجوړه شې نو روغتون ته دې څوک بوځي؟ هغه به هرومرو وايي: زما پلار، د رخصتې په مهال مو په چکر باندې څوک بوځي،  هرومرو به وايي: پلار، د دې معنا دا شوه چې ستا ټوله سرپرستي همدا ستا پلار کوي، همذغه څېر الله پاک زمونږ د ټولو انسانانو سرپرستي کوي، هغه د ټولو شيانو خالق او واکدار دی، څومره شيان چې ستا په نظر راځي د الله پاک تخليق دی، لمر، سپوږمۍ، وريځې، دريابونه، غرونه، دا ډول هغه انسانان او حيوانات، مرغان او ملائک او ان شيطانان يې پېدا کړي دي، الله پاک دا ټوله دنيا پېدا کړې ده، الله پاک ډېر کريم  او مهربان باچا دی چې مونږ پالي او پام راباندې کوي، هغه له مونږ – مسلمانانو – سره مينه لري او زمونږ لپاره هر ډول خير خوښوي.

ايا الله پاک د انسان په څېر دی؟

نا، هغه زمونږ په څېر نه دی، دالله په څېر هېڅ شی نشته، زه او ته او ټول مخلوق همدغه الله پېدا کړي يو، هغه ونې بوټې، نهرونه او دريابونه او په دنيا کې هر څه پېدا کړي دي، ټول قوتونه له هم هغه څخه سرچينه اخلي، هغه چې هر څه ته د ( موجود شه ) کلمه ووايي نو موجود شي، الله پاک له انسان سره کامل توپير لري، انسان هېڅکله نه شي کولای چې انسان پېدا کړي خو ولې الله ته ډېره اسانه ده چې انسان پېدا کړي او چې څه کول وغواړي نو په توان کې يې دي، هېڅ څوک نه شي کولای چې په دنيوي ژوند کې الله پاک وګوري او نه څوک د دې توان لري چې د الله پاک ذات خلکو ته په داسې صفتونو ور وپېژني چې ګویا ده ليدلی دی، دا چې زمونږ توان محدود دی نه شو کولای چې الله پاک ته د هغه د نور او ښکلا له کبله وګورو، بيا به له ماشوم څخه وغواړو چې لمر ته دې وګوري خو په دې شرط چې سترګې پورې راپورې نه کړي، دا مهال به ورڅخه وپوښتنو چې ايا ته په استمراري توګه کولای شې چې لمر ته دوامدار وګورې؟ ضرور ده چې هغه به ځواب په (نا) سره کوي، مونږ به ورته ووايو: ګرانه! دا ډول مونږ هغه نور او وړانګې هم نه شو برداشت کولای چې د الله پاک له ذات څخه راپورته کيږي، خو چې جنت ته ولاړ شو هلته به يې د هغه په اذن سره ليدلی شو.

شايد کوچنی په دې قناعت ونه شي کړای او وپوښتي: د هغه په څېر څنګه هېڅ شی هم نشته؟ مونږ يې بايد دا پوښتنه په پوره ارام سره وځوابو چې : مونږ که هرڅومره لوی او ستر شو، پوهه مو که هرڅومره وده وکړي او مخکې لاړه شي خو بیا به هم د بشريت له کبله مو عقلونه د تېر په څېر قاصر وي، دومره به پوهيږي چې څومره د الله خوښه وي او پاتې نور هر څه به جاهل پاتې وي، دا چې مونږ بشر يو نو ناشونې ده چې هر څه دې وپېژنو.

يا ورته داسې وويل شي چې: که چرته الله پاک زمونږ په څېر انسان وای نو زمونږ په څېر به ناجوړه کېدو هم، زمونږ په څېر به يې خوراک څښاک کو او د مړه شويو خلکو په څېر به پرې مرګ  هم راتلو، خو دا چې الله پاک نه ناجوړه کيږي او نه خوراک او څښاک کوي او نه پرې مرګ راځي، نو هغه به د تل لپاره وي او هغه د اسمانونو او ځمکو او د ټولې دنيا خالق دی، له دې کبله د الله په څېر هېڅ شی نشته.

دا هم شونې ده چې مونږ ورڅخه وپوښتو: ايا مونږ انسانان کولای شو چې يو شي ته ووايو چې ( پېدا شه ) او هغه شی پېدا شي؟ ضرور ده چې د کوچني ځواب به دې پوښتنې ته ( نا ) وي، په دې سره مونږ کولای شو له کوچني سره دې نتېجې ته ورسيږو چې الله پاک زمونږ په څېر بشر نه دی بلکې هغه عظيم او جليل ذات دی.

مونږ به کوچني ته وا يو: زمونږ اوريدل محدود دي له معينې مسافې ور اخوا بيا هېڅ نه اورو خو که هر څه مو اوريدای نو له سخت تکاوټ او ستړيا سره به مخ وای، سترګې مو هم محدودې دي له معينې مسافې پرته ور اخوا ليدل نه شي کولای، مونږ نه شو کولای چې له ديوال وار اخوا څه ووينو، لکه څنګه چې مو سترګې او غوږونه محدود دي دغه څېر مو عقل هم محدود دی، د هر څه شي ادراک نه شي کولای، جوته شوه چې د نوم انسانيت عقل قاصر دی د هر څه شي ادارک توان نه لري، له کوم راهيسې چې الله پاک ادم علیه السلام پېدا کړی دی تر نن پورې له معلوماتو څخه د مجهولاتو د مساحت کچه لوړه ده، د بېلګې په توګه د انسان په جسد کې روح ده، د ټولو شيانو په پرتله مونږ ته نزدې ده خو ولې مونږ يې نه خيال کې راوستلی شو او نه حقيقت ادراک کولای شو، چې مونږ د خپلې يوې برخې له حقيقت څخه عاجز يو نو د هغه الله اړوند به څه ادراک وکړو چې له مونږ څخه خارج دی؟!!

له دې کبله چې تر څو د انسان عقل محدود وي هېڅ کله به ونه توانيږي چې د الله پاک د  ذات ادراک وکړي، د الله ذات او شکل په تصور، عقل او يا وهم سره هېڅکله نه شي ادراک کېدای، بلکې په اسلامي شريعت سره کولای شو چې الله پاک وپېژنو او دا مسئله قران کريم په ډېره زغرده تفصيلي څېړلې ده، الله پاک فرمايي: [ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ]

ژباړه: د هغه په څېر هېڅ هم نشته او هغه ښه اورېدونکی او ښه ليدونکی ذات دی.

له ايت څخه پوهيږو چې نه الله پاک زمونږ په څېر دی او نه د نورو شيانو په څېر ، دا په بل څه نه بلکې د الله پاک په عظمت او جلال باندې دلالت کوي، هغه الله چې په مونږ باندې يې محبت او رجا او خشيت واجب دی، د الله رؤيت به په جنت کې کېدای شي او علی الاطلاق د الله رؤيت په جنت کې لوی نعمت دی.

الله پاک چا پېدا کړی دی؟

که الله پاک بل چا پېدا کړی وی بله پوښتنه هم منځ ته راځي چې د الله خالق به بيا چا پېدا کړی وي؟ له دې کبله ضرور ده چې وپېژنو چې دا د خالق صفت دی چې خپله به مخلوق نه وی او ټول مخلوق همده پېدا کړی دی، که خالق چرته خپله مخلوق وای نو مونږ به يې عبادت نه کو، ايکې يواځې دومره به مو کول چې تعليمات او توجيهات به مو ورله پلي کول، جوته شوه دا ډول پوښتنه چې ( الله پاک چا پېدا کړی دی ) نا سمه پوښتنه ده، او ناسمې پوښتنې بې معنا وي، د نمونې په توګې که له چا څخه پوښتنه وکړې چې د مثلث څلورمه کرښه څومره اوږده وي؟ نو د ځواب لپاره يې بیخي مجال ځکه نشته چې مثلث څلورمه کرښه نه لري، له دې کبله ( الله چا پېدا کړی دی ) پوښتنه له سره ځکه ناسمه ده چې ( الله ) او ( چا پېدا کړی دی ) داسې کلمې دي چې خپل منځ کې ټکر لري، ځکه هېڅوک الله پاک نه شي پېدا کولی، د تخليق عمليات له مخلوق سره کېدای شي نه له خالق سره، او نه څوک توان لري چې الله پېدا کړي ورنه بيا به الله هم مخلوق شي او حا لانکه الله پاک پېل او انتها دواړه نه لري.

خو که د فرضياتو په صورت کې غاړه کېږدو چې الله مستقل خالق لري نو پوښتنه به همدغسې دوامداره پاتې شي چې د الله خالق چا پېدا کړی دی؟ بيا د خالق خالق چا پېدا کړی دی؟ دا پوښتنه به دومره ځنځيري شکل ولري چې پای به نه لري، د ذهني تقريب لپاره کولای شو چې مثال بیان کړو، لکه عسکر او توپانچه ، عسکر غواړي چې ضربه وکړي خو مناسب دي چې له هغه عسکر اجازه وغواړي چې ورڅخه وروسته دی، او دا به له هغه چا نه اجازه غواړي چې له ده نه پورته دی، همداسې هر يو به له هغه چا نه اجازه اخلي چې د ده امير دی دا لړې به تر هغه جريان لري چې پای يې نه وي، پوښتنه دا ده چې ايا عسکر به توپانچه او کلاشينکوف ضربه کړي، نا يې طبعي ځواب ځکه دی چې مشر ورته امر نه دی کړی خو که سلسله تر هغه چا ورسيږي چې پورته پرې د بل امر نه وي نو بيا به عسکر توپانچه او کلاشينکوف ضربه کوي خو له اجازې پرته هېڅکله ډز قدرې هم نه شي کولای، که اميران پرې هر څومره زيات شي، لنډه دا چې د صفر مثال يې دی، که څومره صفرونه کېږدې خو چې عدد ترې مخکې وروسته نه وي نو که هرڅومره ډېر شي همدغه صفر به وي.

الله له کومه راغی ؟ او عمر يې څومره دی؟

زما محبوب کوچنيه! الله چا نه دی پېدا کړی، نو نه له چا نه پېدا دی او نه ترې څوک پېدا دي، نه پېل لري او نه پای، جوته شوه چې هغه عمر او زندګي نه لري لکه څنګه چې يې مونږ انسانان لرو، ځکه چې الله پاک خالق، عظیم، غني باچا، کبير او متين، عزير او رحيم او د پوره قوت څښتن دی، الله پاک ښائسته نومونه او اوچت صفتونه لري، الله پاک د کمال صفتونه لري د نقص نه، الله پاک ټوله نړۍ او ټول شيان او ټول مخلوقات پېدا کړي دي.

له الله نه مخکې څوک و؟

دا نفس هغه پوښته ده چې الله چا پېدا کړی دی او ومو ويل چې دا پوښته له بنسټه ناسمه ده، الله پاک اول ذات دی لومړی ترې څوک نشته، او هغه اخر دی وروسته ترې څوک نشته، الله پاک فرمايي: [هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ]

ژباړه: الله پاک اول، اخر ظاهر او باطن ذات دی او هغه په هر څه شي باندې پوهيږي.

زمانه هم د مکان په څېر ده چې الله پاک نه شي محدود کولای، زمانه هم د الله پاک د مخلوقاتو څخه مخلوق دی نو له مخلوقاتو سره نه ښائيږي چې خپل خالق په ځان کې راونغاړي او احاطه پرې وکړي، بلکې الله پاک د پوره کمال او جمال صفتونه لري، ضرور ده چې کوچني ته نبوي سپارښتنه وشي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [يَأْتِي الشَّيْطَانُ أَحَدَكُمْ فَيَقُولُ: مَنْ خَلَقَ كَذَا، مَنْ خَلَقَ كَذَا، حَتَّى يَقُولَ: مَنْ خَلَقَ رَبَّكَ؟ فَإِذَا بَلَغَهُ فَلْيَسْتَعِذْ بِاللَّهِ وَلْيَنْتَهِ]

ژباړه: په تاسو کې چې چا ته شيطان راشي او ورته ووايي: فلانی شی چا پېدا کړی دی؟ فلانی شی چا پېدا کړی دی؟  تر دې چې ورته ووايي: ستا رب چا پېدا کړی دی؟ کله چې دې حد ته څوک ورسیږي نو له الله پورې دې پناه ونيسي او دغه ډول پوښتنو نه دې رابند شي.

نو له الله پورې پناه غوښتل او په غير مباشرې توګه د کوچني ذهنيت بلې قضيې ته اړول تر څو دغه ډول پوښتنو کې دننه ولاړ نه شي او تسلسل ونه لري ، نو له دغو ډول پوښتنو څخه راګرځېدل غوره ځواب دی، ذهنيت ورڅخه راړولو معنا دا نه ده چې دغه پوښتنه ځواب نه لري بلکې په دې خاطر چې د شيطان د وسوسو دروازه وتړل شي.

ايا الله نارینه او که زنانه قام دی؟

بايد ده چې د الله په ذات کې له سوچ  او فکر نه د کوچني ذهن په لرې وړولو کې پوره زيار اوباسو او توجيه يې کړو چې سوچ بايد هغو شيانو کې وي چې د ده لپاره ګټور وي، دلته بايد کوچنيانو ته توضيح کړو چې د تذکير او تانيث مسئله د ژوندي حيواناتو به جنس کې د تفريق او توپير لپاره لازم دي، له دې کبله الله پاک خپل مخلوق باندې احسان هم کوي، ه هغه فرمايي: [وَأَنَّهُ خَلَقَ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالْأُنْثَى]

ژباړه: او همدغه الله پاک دوه جوړې مذکر او مؤنث پېدا کړي دي.

او الله پاک په جنس کې له تفريقې څخه پاک او مقدس دی، بلکې په مخلوقاتو کې هم داسې مخلوق شته چې مذکر او مؤنث نه لري لکه ملائکان، بلکې اسمان، ورېځ ، هواګانې،  اوبه هم مذکر او مؤنث نه لري، نو چې په ناقص مخلوق کې مذکر او مؤنث نه وي نو الله پاک خو بيخي ورڅخه غني دی [لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ]

د الله په موجوديت ولې بايد باور ولرو؟ د الله د موجوديت ثبوت څنګه کېدای شي؟

په الله پاک باندې ايمان او باور لرل هغه انساني فطرت دی چې د انکار کولو توان ترې هېڅ څوک نه لري، د الله په وجود باندې دليلونه بلا ډېر دي خلک يې د خپلو تخصصاتو په باب کې په پرله پسې توګه اکتشاف کوي بلکې په انساني نفس کې خپله دومره دليلونه دي چې د الله په وجود باندې دلالت کوي: [فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا]

ژباړه: دا د الله هغه فطرت دی چې خلک يې ورباندې پېدا کړي دي.

په مونږ کې هر څوک دا داخلي توان لري چې په خپل نفس کې د الله عظمت او بړايي، د هغه قوت او کامل رعايت ادراک کړي او علمي حسي دليلونه هم ثابتوي چې دا نړۍ يو دقيق نظام لري، او ضرور ده چې دغه نظام چا ايښی وي، ځکه پوښتنه دا راپورته کېږي چې ګرد مخلوقات چا تخليق کړي دي او څوک يې پالي؟ يا خو له کوم سبب پرته په تصادفي توګه خپله شته شوي دي نو د دې علم خو بيا هېڅ بشر ته نه شي کېدای چې څنګه او په څه ډول شته شول!!

او بل احتمال دا دی چې دغو مخلوقاتو ځانونه خپله پېدا کړي دي او ځانونه په خپله پالي، او دريم احتمال دا دی چې ټول مخلوقات يو خالق لري ، هم هغه پېدا کړي دي او هغه يې پالي، د شننې له مخې اول او دريم احتمالونه خو ناشوني دي خپله خبره دريم ته پاتې شوه چې همدغه مخلوقات الله پاک پېدا کړي دي او دا صحيح او واضح خبره ده، په دې اړه الله پاک په قرانکريم کې فرمايي: [أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ * أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بَلْ لَا يُوقِنُونَ]

ژباړه: ايا دوی له کوم مقصد موخې پرته پېدا شوي دي او که نه خپله يې ځانونه پېدا کړي دي، ايا دوی اسمانونه او که ځمکې پېدا کړي دي؟ بلکې دوی باور او يقين نه لري.

د الله پاک په شتون باندې له حسي دليلونو له جملې څخه د دعاګانو قبلول دي، د ځمکې او اسمان متانت هم د الله پاک په وجود باندې دليلونه دي، الله پاک فرمايي: [ إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِأُولِي الْأَلْبَابِ]

ژباړه: د اسمانونو او ځمکې په پېدائښت او د شپې او ورځې په بدلېدو رابدليدو کې خامخا هوښيارانو لپاره د توحيد نښې نښانې دي.

او الله پاک فرمايي: [وَفِي أَنْفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ]

ژباړه: او ستاسو په نفسونو کې د الله توحيد نښانې شته، ايا تاسو يې نه وينئ.

دارنګه د ستورو او غرونو او حيواناتو په پېدائښت کې د الله د توحيد نښانې شته دی او حالانکه ټول موجودات په دې دلالت کوي چې دوی خالق لري، د الله پاک د شتون او توحيد نښانې د اسمان په کنارو، په نفسونو او ميوجاتو کې ليدل کيږي او ټول د يو معبود، خالق او أحد واحد په وجود دلالت کوي، بله دا چې دا مخلوقات بې موخې نه دي شته شوي، بلکې د يو هدف او مقصد په خاطر شته شوي دي چې ايکې يواځې د الله پاک عبادت کول دي چې هېڅ شريک نه لري ، شونې ده چې په دې خاطر درته د امام أبو حنيفه رحمه الله واقعه نقل کړو چې يو قوم ترې د الله د وجود اړوند ( توحيد ربوبيت ) ثبوتونه وغوښتل، هغه ورته وويل: وړاندې له دې چې مسئله سره وڅېړو تاسو د دجلې د سيند کشتۍ په تړاو څه فکر لرئ چې خپله ځي او له خوراک څښاک او نورو شيانو څخه خپله راډکيږي، خپله راستنيږي او له کشتيوان پرته خپله روانه وي، او خپله راستنیږي، خو ګورئ چې هېڅ څوک پکې لاس نه لري، خلکو ورته وويل: دا ناشونې ده، هېڅکله نه شي کېدای، امام صيب ورته وويل: چې په يوې کشتۍ کې دا خپل سري ناشوني وي نو دا پراخه نړۍ جې ښکته پورته شلېدلې ده څنګه بايد مدبر ونه لري؟!

نو دا بيخي امکان نه لري چې دغه پياوړی مخلوق دې قدير او عليم خالق ونه لري.

دا هم ويلای شو چې کله ته ګېدخوږی محسوس کړې ايا نه محسوسوې چې وږی شوی يې؟ او لګيا يې د خوراک څښاک اړوند پلټنه کوې ترڅو ولږه له منځه يوسې! يا چې کله تنده محسوس کړې نو ايا د اوبو په لټه کې نه يې چې تنده دې خړوب کړې؟ يا خوشبوې محسوس کړې نو په سعادت نه پوهيږې؟ يا بد بوي محسوس کړې نو ايا تنګستیا نه محسوسوې؟ کله جې مونږ ګلانو او ګلابونو ته وګورو، اسمان او ارد ګرد جاذب طبيعت ته نظر واچو،  ايا ته سعادت او خوشحالي نه احساسوې؟

زما ګرانه کوچنيه ! دغه څېر مونږ اتوماتيکي شعور لرو چې کله اړمن شو نو همدغه معبود او حق اله ته رجوع کو، ترڅو ډاډ او اطمئنان تر لاسه کړو، کله چې تنګستيا، غم او درد احساس کړو نو اتومات الله پاک ته رجوع کو او اوازونه ورته کو، خو که سعادت او خوشحالي احساس کړو نو د الله پاک حمد او ثناګانې وايو.

ايا الله پاک زمونږ په څېر اورېدل، ليدل او خبرې کوي؟

الله پاک هم خبرې کوي او هم اورېدل او ليدل، الله پاک فرمايي: [قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ]

ژباړه: په تحقيق سره چې الله پاک د هغې زنانه اواز واورېد چې له تاسره يې د خپل خاوند اړوند جګړه شخړه کوله او الله پاک ته يې خپل فرياد کو، الله ستاسو د دواړو خبرې واورېدې او په يقين سره چې الله پاک اوريدونکی او ليدونکی دی.

او الله پاک فرمايي: [قَالَ لَا تَخَافَا إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَى]

ژباړه: الله ورته وويل: زه درسره مل يم، زه مو خبرې اورم او وينم مو.

او الله پاک فرمايي: [إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ]

ژباړه: په يقین سره چې الله پاک ستاسو عملونو لره ليدونکی دی.

خو د هغه خبرې زمونږ د خبرو په څېر، اورېد او ليدل يې زمونږ د ليدلو او اورېدلو په څېر نه دي او بنسټ يې دا دی چې الله پاک زمونږ په څېر نه دی، که اوازونه هر څومره پټ او پناه شي خو الله پاک يې اوري، که مخلوقات هرڅومره واړه او زاړه شي لرې او پناه شي خو الله پاک يې ويني، هغه هر څه اوري او هر څه ګوري، خو د هغه سمع او بصر د مخلوق د سمع او بصر په څېر نه دي چې کمزوري او د نقصان او خوګانو ښکار شي، ځکه چې الله باک [لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ]

ښه به دا وي چې په مباشرو سلوکو کوچيان وپوهول شي، داسې بايد ورته وويل شي: کله چې الله پاک اورېدل او ليدل کوي نو ايا له مونږ سره مناسب دي چې الله پاک مو په داسې حالت وويني او داسې څه واوري چې ورته پسند نه وي؟!

ایا الله تعالی ولږه او تنده نه لري؟

الله پاک کمالي صفتونه لري چې هېڅ

هېڅ راز نقص او نقصان پرې نه راځي، ولږه اوتنده د کمزورۍ نښې نښانې دي خو ولې د دغې ضعف او کمزورۍ نسبت الله پاک ته کول هېڅ کله جواز نه لري، د دې سربيره الله پاک خوراک او څښاک ته اړتيا هم نه لري ، دا ځکه چې الله پاک د هر شي خالق دی او هېڅ شي اړتيا نه لري، که اړتيا يې ورته درلودای نو بيا خو د الوهيت قابل نه و، الله پاک صمد ذات دی چې خوراک او څښاک ته اړتيا نه لري او له دغو شيانو څخه  غني باچا دی، بلکې مخلوقات له هغه څخه د رزق اميدوار دي او د خوراک او څښاک غم يې کوي او اړتياوې يې پوره کوي.

کولای شو چې دا هم ووايو:

د خالق او مخلوق ترمنځ د مقارنې هېڅ مجال نشته، دا ضرور ده چې مونږ په څه ډول نوښت او ابتکار کو نو هغه طريقه کار دې هغه هم ولري او زمونږ  په هيئت ابتکار او صفتونه دې د هغه هم وي، نو نه الله پاک وږی کيږي او نه تږی کيږي.

زه يوه پوښتنه لرم: سائيکل چا جوړ کړی دی؟ ضرور ده چې هغه به وايي: دا سائيکلونو مصري جوړ کړی دی، ډېره ښه ځواب خو که فرض کړو چې سائيکل خبرې کوي او له خپل نوښتګر څخه وپوښتني چې څه خورې او څه به څښي؟ ته وا چې ځواب به يې څه وي؟ ایا دا به ورته وايم چې له تاسره نه ښيائيږي چې دا ډول پوښتنې وکړې! يا : که يې درته ووايم نو تا ته به څه ګټه وي؟ ایا دا ځواب به ستا په سرعت او تيز رفتارۍ کې کوم مثبت رول ولري؟

بچيه ! همداسې مونږ هم يو چې الله پاک مونږ د خپل محدود مقصد په خاطر شته کړي يو، هغه فرمايي: [وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ]

ژباړه: ما پيريان او انسان نه دي پېدا کړي مګر د خپل عبادت په خاطر.

دا پوښتنې هېڅکله نه زمونږ لپاره ګټورې دي او نه راسره د هغې موخې په شته کولو کې مرستندويه ثابتيږي چې له کبله يې مونږ شته شوي يو، برعکس زمونږ ذهنونه له خپلو کارونو څخه شړوي ، بله دا ده چې سائيکل له مونږ څخه پوښتنه  کله لري؟ کله چې هغه بې کاره شي نو مصري ته يې وړل مهم دي ترڅو اصلاح شي، آيا داسې نه ده؟ دا ډول به مونږ هم د عبادت څخه د تقصير او د نورو ستړو ستونزو په مهال الله پاک ته سوالونه لپه کړي وي او دعاګانې به ورڅخه  غواړو

الله پاک څومره زورور دی؟

کله چې مونږ د چا د زور ځواک اړوند ګړيږو معنا دا ده چې مونږ د کمزوري قوت او ځواک په تړاو خبرې اترې کو، ځکه د قوت پياوړتيا ابتدائي کمزورتيا ته اشاره ده او حالانکه الله بيخي ضعف او کمزوري نه لري، ځکه د الله پاک قدرت مطلق دی نه محدود دی او نه يې کوم شی کمزوری کولی شي، الله پاک فرمايي: [أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ]

ژباړه: ايا ته معلومات نه لرې چې الله پاک په هر څه باندې قدرت لري؟

کله چې هم هغه د څه شي اراده ولري نو د ( کن ) کلمه ورته ووايي نو له دې کبله چې الله پاک په هر څه باندې کامل قدرت لري هغه شی موجود شي، ځکه داسې هېڅ شی په ځمکه او اسمان کې نشته چې الله پاک عاجز او بې وسه کړي، دا ټول شيان مخلوق دي او د مخلوق قدرت او توان محدود دی، څنګه چې ماسوا د الله نه هر څه مخلوق دي دا ډول قدرتونه يې هم مخلوق دي، اما د الله  پاک قدرت نه محدود دی او نه نقصان لري، له دې کبله الله پاک د عبادت او ورڅخه د سوال او دعا مستحق دی، په دې دليل چې الله پاک ايکې يواځې قادر ذات دی چې د مخلوقاتو اړتیاوې پوره کوي او ورته رزقونه ورکوي، رغبتونه يې ترسره کوي او د ژوند تدبير يې مخې ته وړي.

الله چرته او حجم يې څومره دی؟

کله چې کوچنی له پېل څخه وپوهيږي چې الله پاک پېدا کړی دی او له کوچنيانو سره د الله پاک ډېره مينه وي، هغه کوچنيانو ته ډېر نعمتونه ورکوي، شونې ده چې دا مهال ورته تشريح کړو چې الله پاک په اسمان کې دی، الله پاک فرمايي: [أَأَمِنْتُمْ مَنْ فِي السَّمَاءِ]

ژباړه: ايا له هغه ذات څخه به بيا په امن کې شئ چې په اسمان کې دی.

نو ذاتاً الله پاک په اسمان کې دی خو ولې علم يې په هر ځای کې دی، الله پاک فرمايي: [وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنْتُمْ]

ژباړه: تاسو چې هر چرته ياست نو الله پاک درسره دی – د علم په اعتبار -.

خو ولې دا له مونږ سره هېڅ نه ښايي چې ووايو: الله پاک په هر ځای کې دی، ځکه دا د دې معنا ورکوي چې الله پاک د هرڅه شي په داخل کې دی او حالانکه دا صحيح عقيده نه ده، بلکې مونږ به په هغه څه سمه عقيده لرو چې په نبوي سنتو کې يې تشريح راغلې وي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم له يوې وينځې څخه وپوښتل: [أَيْنَ اللهُ؟» قَالَتْ: فِي السَّمَاءِ، قَالَ: «مَنْ أَنَا؟» قَالَتْ: أَنْتَ رَسُولُ اللهِ، قَالَ: «أَعْتِقْهَا، فَإِنَّهَا مُؤْمِنَةٌ]

ژباړه: الله چرته دی، هغې وويل: په اسمان کې،

هغه وويل: زه څوک يم؟ هغې وويل: ته د الله رسول يې، نبي صلی الله علیه وسلم ورته وويل: ازاده يې کړه دا مسلمانه ده.

سره له دې چې الله پاک په اسمان کې دی خو په هر ځای کې مونږ ويني او زمونږ اوري، د کوچني ذهنيت بايد جوړ شي چې الله پاک مونږ هر وخت او په هر حالت کې ويني، په دې سره د ماشوم په نفس کې داخلي مانع وده کوي او د څارنې مصدر ورپکې ذات په خپله جوړيږي.

اما د الله پاک حجم : ناشونې ده چې الله پاک دې له خپل مخلوق سره مقارنه کړی شي، الله پاک له هر شي او هر مخلوق څخه لوی دی، که مخلوقات هرڅومره عظمت ولري خو خالق يې ورڅخه ډېر عظيم دی، دغه درانه غرونه به الله روان کړي، بحرونه او سمندرونه يې روان کړي دي، په خپل امر يې اوبه په ځمکه کې دننه ننويستي دي، په نړۍ کې د الله له امر او ارادې پرته هېڅ ډول تغيرات نه شي راتلای، خالق هېڅکله مخلوق ته اړتیا او احتياج نه لري، اسمان هم د الله پاک مخلوق دی خو د الله پاک شتون ورپکې له اسمان پورې متوقف نه دی او نه ورته هغه اړتیا لري، الله پاک له خپل ټول مخلوق څخه غني باچا دی.

ايا الله پاک مونږ ويني؟

کومې سترګې چې الله پاک مونږ ته په دنيا کې راکړي دي ډېرې کمزوري دي او په دنيا کې د هر څه ليدلو توان نه لري، له دې کبله انسان د شيانو د ښه وضاحت لپاره د تکبير الات استعمالوي، کله چې انسان د شيانو له رؤيت او ليدلو څخه ناتوانه راځي نو لائق ده چې د الله پاک د رؤيت څخه ناتوانه وي، هېڅکله دنيوي رؤيت د انسان لپاره د دې مرستندويه نه شي جوړېدای چې الله پرې وويني، ناشوني ده چې مونږ دې په دنيا کې الله ووينو خو په ليدلو مو ورله ايمان شته او په دې باوري يو چې الله پاک له مونږ سره مينه لري، هغه قدرت او پياوړی قوت لري او په هر څه باندې پوهيږي، هغه په دې هم پوهيږي چې دا اوسمهال يې اړوند مونږ خبرې اترې کو، زمونږ له وجود او مونږ نه الله پاک ډېر لوي او پاک مقدس دی، له دې کبله هغه مونږ ويني  او مونږ ټول په يو وخت کې ويني، لکه څوک چې د لوړې ماڼې سر ته پورته شي د کوڅې ښکته پورته کې ټول خلک ويني خو خلک يې نه ويني، الله پاک مونږ ويني خو ولې مونږ يې نه وينو، ډېر مخلوقات شته چې مونږ يې نه وينو خو ولې په نړۍ کې موجود دي، مونږ کوچنيانو ته دا هم ويلای شو: زمونږ سترګې توان نه لري چې هر څه وويني، اواز مونږ اورو خو مونږ يې نه وينو، مونږ هواګانې حس کو خو مونږ يې نه وينو، مونږ په دنيا کې نه شو کولای چې الله پاک ووينو خو ان شاء الله چې په جنت کې به يې وينو هلته به مو سترګې ډېرې ښايسته وي او الله به پرې ووينو، ځکه چې الله پاک [لَا تُدْرِكُهُ الْأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الْأَبْصَارَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ]

ژباړه: سترګې يې نه شي ليدلی او هغه سترګې ( هرڅوک ) ویني ، الله  پاک بارک بين او خبردار ذات دی.

خلک خو ډېر دي چې الله يې څنګه ويني؟

ترڅو دې پوښتنې ته عملي ځواب ورکړو ماشوم به ځان سره کوڅې ته اوباسو، ورڅخه به وپوښتو چې خلکو ته وګوره او دليدلو خلکو شمېر راته وښايه، خير مونږ به هم درسره ليدلي خلک وشمارو، له دې وروسته به ماشوم دوهم پوړ ته پورته کړو، کوم خلک چې ويني نو شماروي به يې، بيا به يې د بلډنګ سر ته پورته کړو ترڅو خلک وویني او شمار يې کړي، بيا به ورته دوربين ورکړو چې خلک په سمه توګه وويني او دقيق يې وشماري، د دې عملي مثال په ترڅ کې به ورته مونږ واضح کړی شو چې مونږ د خپل محدود بشري مقياس په اندازه نه شو کولای چې دا عمليه تر سره کړو، بيا به ورته په ډاګه کړو چې الله پاک له ګرد مخلوق څخه ډېر عظيم او کبير ذات دی، د تل لپاره به يې په عقل کې دا ترسيخ کړو چې [أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ]

ژباړه: ايا ته معلومات نه لرې چې الله پاک په هر څه باندې قدرت لري؟

ممکنه ده چې مونږ له کوچني څخه محسوسه پوښتنه ولرو او ورته ووايو: ايا ستا به باور شي چې ميږي مونږ په کامل تفصيل سره ويني؟ او که نه خيال او سيوری ويني؟ هغه به هرومرو ځواب راکوي چې ميږي د انسان د يو برخې ( قدم )  پرته نور څه نه ويني، او کله کله قدم ورته بلا لوی غر هم ښکاري.

خا سمه ده، ايا ميږي کولای شي چې له تا څخه وپوښتي چې تاسو ولې مونږ ټول په يو ان کې ليدلی شئ؟ ستا ځواب به ورته هرومرو دا وي چې دا طبيعي ده، دا ستا له هغه توان سره توافق خوري چې الله پاک ورباندې ته تخلیق کړی يې، د ميږې توان ډېر کمزوری دی، يو کمر او ډبره کې به د ميږانو بلا کلي او کورونه وي خو ولې ته ټول په ډېره اسانه ليدلی شي، خو ولې ميږی بيا د خپل توان سره سم ټول هغه څه نه شي ليدلی چې ته يې ګورې، خو دا چې په دې زمونږ د ټولو اتفاق دی چې الله پاک هېڅ مثل او مثيل او شبيه نه لري او په هر څه باندې قادر ذات دی نو په اړه يې دا له مونږ سره بيخي نه دي مناسب چې مونږ هغه ډول پوښتنې ولرو چې الله پاک ته يې ليدل طبيعي دي، د الله قدرت او توان ډېر لوی دی او د مخلوقاتو له قدرتونو بلا عظمت لري، دا ځکه چې [أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ]

ژباړه: ايا ته معلومات نه لرې چې الله پاک په هر څه باندې قدرت لري؟

ايا په تورتمونو کې الله پاک خلک ليدلی شي؟

مونږ کولای شو چې کوچني ته له دې پوښتنې سره سم داسې مستند فلم وروښايو چې زميني جنګې لښکرې پکې د شپې له مخې هر څه په دوربين کې لکه د ورځې په څېر ويني، يا ورته د هغه مرغانو تصويرانو البم وروښايو چې هغو د شپې داسې ليدل کوي لکه ورځ، يا يې ورته د هغې ويډيوګانو يا ګيمونو به ترڅ کې دا حقيقت روښانه کړو چې ماشوم يې ګوري، ځکه ليزر ورته ځينې هغه شيان ورښايي چې د پردې تر شا دي او له کبله يې په تورتمونو کې خلک ليدل کولای شي، له دې ټولو شيانو له مشاهدې وروسته مونږ کولای شو چې کوچني ته ووايو: ايا ودې ليدل چې انسان د خپل کمزوري کيفيت له مخې څنګه کولای شي چې تروږمو کې شيان وي په واضحه توګه وویني؟ نو د الله پروردګار خالق اړوند څه ګمان لرې چې دا انسان او ټول مخلوقات يې پېدا کړي دي؟

مونږ ته چې الله پاک کوم کيفيت راکړی دی او کولای شو چې د شپې له مخې پرې هر څه وګورو نو د الله پاک قدرت او عظمت بیخي ډېر پورته دی، سره له دې چې د الله د قدرت او توان مخه هېڅوک نه شي نيولای.

الله څنګه کولای شي مونږ وويني حالانکه مونږ د بندو دروازو او کړکيو تر شاه په خونه کې پټ او پناه يو؟

له دې پوښتنې سره سم مونږ کولای شو چې طبي شعاعګانې کوچنيانو ته وښايو او په ترڅ کې ورته ووايو: الله پاک چې کوم انسان تخليق کړی دی کولای شي چې له هر اړخه پټ هډوکی د شعاعګانو په څرک کې وویني نو په هغه رب ته څه ګمان لرې چې همدغه انسان يې پېدا کړی دی ايا هغه به هر څه نه ويني؟

په کامل تاکيد سره ويلای شو چې الله پاک مونږ په خپلو کورونو کې د بندو دوازو او کړکيو تر شاه ويني، په ګرد مخلوق کې د الله په څېر هېڅ نشته، الله پاک څه د انسان په څېر نه دی چې لوړې ودانۍ به يې له ليدو مانع واقع شي، هېڅکله نه شي کېدای نه شي چې خالق دې د مخلوق په څېر وي، الله په خپل ټول مخلوق باندې کامل قدرت لري او هغه له شريک او شبيه نه پاک دی، مناسب به دا وي چې دې پوښتنې ته ځواب د ماشوم له سلوکياتو سره موافق وي، ضرور ده چې ځواب به ورته د هغه داخلي ديني ذوق اړخ ته په کتلو ورکړل شي.

الله څنګه کولای شي زمونږ د ټولو عملونه وپېژني؟ هغه څنګه کولای شي چې په دومره کثرت سره مونږ مراقبه کړي؟

مناسب ده چې د تل لپاره بايد ماشوم په دې وروزو چې الله پاک د کمال او جلال او د جمال صفتونه لري، بايد ويې پوهو چې د الله قدرت حدود نه لري، الله پاک قدير او قادر ذات دی، چې [أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ]

ژباړه: ايا ته معلومات نه لرې چې الله پاک په هر څه باندې قدرت لري؟

دا چې الله پاک عظيم قدرت لري نو په ځمکه او اسمان کې يې هېڅ شی نه شي عاجز کولی، که د مخلوق قدرت هرڅومره لوړ او پورته شي خو ناشونې ده چې د مخلوق قدرت دې د خالق له قدرت سره مقايسه کړو، الله پاک ډېر عظيم او کبير ذات دی، د ذهني تقريب په خاطر کولای شو چې کوچنيانو ته د کيمرو د ويډيوګانو مثال ورکړو چې کيمرې کولای شي چې هره وړه او غټه په ژوندۍ بڼه خوندي کړي الله پاک مثل اعلی لري او له دې مثال څخه ډېر عظيم دی او عظیم قدرت لري، په نفس الوقت کې هغه کولای شي چې ټول خلک مراقبه کړي، ځکه چې الله لامحدود قدرت لري او علم يې شامل او کامل دی او په ټول مخلوق يې احاطه کړې ده.

کولای شو چې د ذهني تقريب په خاطر ورته بل مثال ذکر کړو: که يوه فابريکه وي او خپل ټول موظفين تعقيبوي، له دې پرته چې موظفين وپوهیږي خو هغوی ورته د څار کيمرې ايښې وي، ټول له څارنې لاندې ونيسي خو ولې يو هم پرې پوهه نه وي او په يو وخت کې فابريکه د ټولو موظفينو حالات په هر ډيپارټمنټ کې څاري نو چې کمزوری بنده دا کولای شي نو په هغه الله مو څه ګمان دی چې همدغه انسان يې پېدا کړی دی، ايا خالق توان نه لري چې په يو ان کې خپل ټول بندګان وويني؟

انسان ولې مړ کيږي او الله نه مړی کيږي؟

مرګ د الله پاک هغه تقدير دی چې ټولو مخلوقاتو ته يې ليکلی دی، الله پاک فرمايي: [كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ]

ژباړه: هر نفس د مرګ څکونکی دی او بيا به مونږ ته ستاسو رجوع وي.

مرګ د اخروي ژوند لپاره پېل دی او دا ډېره مهمه مرحله ده.

د ژوند له لوازمو څخه مرګ د ضعف او کمزورۍ نښه ده او په الله پاک کې هېڅکله کمزوري نه شي راتللای، ځکه چې الله پاک نه چا پېدا کړی دی او نه مري خو ولې انسان مخلوق دی نو ځکه مري، الله پاک زمونږ په څېر ژوند نه لري، هر څه به فاني وي او الله پاک باقي وي، د الله پاک ژوند د کمال ټولو صفتونو لره مستلزم دی او مهم صفت يې (حيٌ ) دی چې مرګ پرې نه راځي.

ايا الله پاک له ما سره مينه لري؟

الله پاک غفور او رحيم ذات دی، له پاکو او رښتونو خلکو سره مينه لري، الله باک فرمايي:

: [يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ]

ژباړه: الله به له دوی او دوی به له الله سره مينه لري.

له بندګانو سره د الله د مينې نښه دا ده چې هغه يې پالي او عزت احترام يې کوي، چارې يې سمبالوي او رزق ورکوي، ګناهونه يې بخښي ، په مونږ کې هر څوک کولای شي په خپل ځان باندې د الله پاک لطف او کرم وپېژني، کوم بنده چې الله پاک ته ځان نزدې کوي او فرمانبردار وي او د الله د محبت لپاره ټول موجبي اسباب په کار اچوي، نو الله پاک هم ورسره مينه لري، لکه څوک چې پنجګانه لمونځ باندې ځانګړې خيال لري، مور او پلار پالي، خیراتونه کوي او له خلکو سره ښه برخورد کوي، رښتیا وايي او قران په کثرت سره لولي، په اذکارو باندې خاص پام لري، داسې نور نيک عملونه، نو که څوک داسې نيک عملونه کوي ضرور ورسره الله پاک مينه لري.

Back to top button