پيليزه

نړۍ ته د کوچني په راتللو سره د ماشومتوب په لومړنۍ مرحله کې يې جوړښت لوی اهميت لري، په دې بنسټيزه مرحله کې د ماشوم په ذهن کې د مفاهيمو کينول په بېلابېلو مرحلو کې د انسان د شخصيت په جوړښت کې قابل تعريف رول لري، مناسب ده چې په دې مرحله کې بايد د کوچني نفسي، ټولنيزې او ديني غوښتنې له مرحلې سره مناسبې وي، په کوچنيتوب کې ښه پالل به يې مرستندويه شي چې په مستقبل کې به د نن ورځې کوچني د مستقیم سلوک څښتن، کارمند او د توليد څښتن وي او د ژوند په ژورو کې به ښه دننه لاړ شي، څه چې اوري او ويني يې په همدغه باندې د نړۍ په تړاو کوچنی د خپل بنسټيز ژوند ډبره ږدي، له دې مرحلې وروسته يې پاتې ژوند د کوچنيتوب د مرحلې د تنفيذ مرحله وي، چې څه يې ليدلي وي له ظروفو سره سم يې تنفيذوي.

د کوچني لپاره په دې مرحله کې باور وړ معرفي مصادر مور او پلار دي، له دې کبله کوچنيان په هغو اخلاقو روزل کيږي چې کوم اخلاق يې مور او پلار لري، همدوی د خپلو بچيانو د تعليم مسؤليت لري، ځکه خو نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [ كُلُّكُمْ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، فَالإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالرَّجُلُ فِي أَهْلِهِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالمَرْأَةُ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا رَاعِيَةٌ وَهِيَ مَسْئُولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا ] .

ژباړه: تاسو کې هر څوک سرپرست دی او د سرپرستۍ اړوند به ترې پوښتنه کولای شي، امام – حاکم – سرپرست دی او د خپل رعيت پوښتنه به ورڅخه کيږي، سړی د خپل کور سرپرست دی او د خپل رعيت څخه پوښتنه به ترې کېدلای شي، ښځه د خپل خاوند د کور سرپرسته ده او له دغه مسؤليت پوښتنه به ورڅخه کېدلای شي.

 

کوچنيانو ته اسلامي تربيه ورکول او په دينې بڼه يې روزل د ګڼ شمېر لاملونو له کبله بیخي ډېره اړتيا لري، د تربيت په ساحه کې وخت تر بله خيل خيل اندونه په نظر راځي چې په انساني تربيه باندې ټينګار کوي، سره له دې چې دغه اندونه تر دې حده له ظروفو او شرائطو سره سمون هم خوري خو انسان ته د تربيت په مهال چيلنجونه يې ګواښي او د عملي بڼې مخه يې نيسي او له بل پلوه دغه بشري اندونه دومره شمول هم نه لري چې له هر زمان او مکان سره سمون وخوري، دا چې د اسلامي تربيې بنسټ په الله پاک باندې ايمان دی او په خپل ټول ژوند ژواک کې يې د ډار له کبله څارل او ورته خضوع او خشوع ده، نيک عمل او په حق باندې سپارښتنې دي، د عمل او صحيح معرفت پلټل او د خلکو ترمنځ يې نشر او اشاعت دی نو ځکه په مور او پلار او ټولو سرپرستانو باندې واجب دي چې اسلامي تربيه خپل واجب وګڼي، هېره دې نه وي چې دا ډول تربيه ديني امانت دی چې پيړۍ پيړۍ به يې له يو بل څخه په ميراث کې وړي ترڅو کوچنيان يې سيورې کې وده وکړي او ژوند يې له مزو څخه ډک شي، د اسلامي تربيې پرته سعادت، راحت، ارام او اطمئنان نشته.

دا چې د شيخ عبدالله بن حمد الرکف کتاب ( أسئلة الأطفال الايمانية ) په خپل باب کې بلها ځانګړتياوې لرلې چې د کوچنيانو په نشو نما کې د قابل غور او اهميت حامل دی او د پښتون چاپيريال د ودې او پرمختګ او د ثقافت په ډګر کې به ګټور تمام شي نو ځکه مو پښتو ته يې ژباړه اسلامي واجب وبولو، ترڅو هغه پوښتنې ځواب او ډب شوې لارې هوارې کړي چې د تربيت او پالنې په مهال خنډ او خار دي.

زمونږ دا زيار دې الله پاک په خپل دربار کې قبول کړي، او دا زيار دې الله پاک زمونږ د ټولنې ګرد کوچنيانو لپاره د دنيوي او اخروي سعادت سبب وګرځوي، له رب پروردګار څخه هيله مند يم چې د ډېرو سروهلو بروهلو کوچنيانو او بې علمه سرپرستانو ټپونو ته به دارو درمل شي.

الله پروردګار ذات په نيتونو باندې ډېر ښه عالم او په عملونو باندې د ثواب ورکونکی دی، الله دې د خلکو په زړونو کې ددې کتاب قبول کيږدي.

 

دا چې مونږ دداسې زمانې شاهدان يو چې شهوتونه او شبهات ورپکې ډېرښت لري نو په پلارانو لازمه ده چې د خپلو کوچنيانو په تربيه کې له داسې پوره زيار څخه کار واخلي چې له صداقت او حرص څخه ډک وي، کله چې پلاران د خپلو بچو په ذهن کې د داسې عمل کشت و کر وکړي نو له مرګ وروسته به يې هم په ګته راشي، په دې معنا ويلای شو چې نيک عمله ځوی له مرګ نه وروسته جاريه ثواب دی، ځکه خو نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ ]  .

ژباړه: او يا نيک عمله ځوی چې دعاګانې ورله غواړي.

ان چې الله پاک هم پلارانو ته د اولادونو په تړاو سپارښتنې کړي دي، الله پاک فرمايي: [يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلَادِكُمْ ]  .

ژباړه: ستاسو د اولادونو په پار درته الله پاک توصیه کوي.

معنا دا چې ای پلار او مور! بچيان له تاسو سره د الله پاک امانتونه دي په ښه پاللو يې درته الله پاک سپارښتنه کوي، ترڅو تاسو يې ديني او دنيوي مصلحتونه په نظر کې ونيسئ ، دين ورته زده کړئ او ادب ورته ورکړئ، د الله پاک په اطاعت يې امر کړئ او له مفاسدو څخه يې راونيسئ، په تقوا باندې ورته د دائمې ملازمت سبق ورکړئ، الله پاک فرمايي: [يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ]  .

ژباړه: ای هغه کسانو چې ايمان مو راوړی دی، خپل ځانونه او بچيان مو له هغه اور څخه وساتئ چې خس او خاشاک يې خلک او کاڼي دي.

مور او پلار ته د بچو په تړاو ديني سپارښتنې شوي دي که يې دغه سپارښتنې پر ځای کړې نو ډېره ښه ده خو که ضائع يې کړي نو د وعيد او سزا وړ به وګرځي، دا په دې دلالت کوي چې الله پاک په خپلو بندګانو باندې له مور او پلار څخه ډېر مهربانه دی، ځکه يې مور او پلار ته ورله توصيه هم کړې ده که څه هم د نورو خلکو په نسبت مور او پلار په بچيانو ډېر مهربانه وي.  .

 

په دې بنياد که کوچنی د کور دننه وپالل شي نو ښه به وشي، په دې سره کوچنی کولای شي چې له کور څخه بهر ماحول سره په لائقه توګه چال چلند وکړي خو که مور او پلار د کوچنيانو په سليمه ايماني تربيه کې پاتې راشي نو ماشوم به له سپيڅلو او مقدسو اخلاقو او تعامل څخه لوڅ راستر شي  ، تربيه يواځې د کوچني د تېروتنو تصحيح ته نه ويل کيږي، بلکې د اسلامي دين د تعليماتو هغه تلقين ته ويل کيږي چې په نفس کې يې د تصوراتو د ترسيخ په خاطر بېلابيل وسائل په کار واچول شي لکه قدوه حسنه باندې هغه ته تربيه ورکول، په نصيحت او پند او قيصو ورته تربيه ورکول او داسې نور…  ترڅو وکولای شو له کوچني څخه داسې شخصيت جوړ شي چې په ژوند او ټولنه کې کارمند او مستقيم الفطرت وي.

مونږ دا کتاب ( د ايمانې تربیې په تړاو ) دوو فصلونو ته ويشلی دی، په بلها ډېرو قواعدو او اساسونو مشتمل دی چې د الله په اذن سره به له مور او پلار سره ښه مرستندويه ثابت شي، اما دوهم فصل يې بيا د ( د ايمان په تړاو د کوچنيانو پوښتنو ته د عملي ځوابونو بېلګې ) دي چې د زياتو کوچنيانو ترمنځ مشهورې دي او په ځانګړې توګه بيا هغه پوښتنې چې د ايمان د ارکانو اړوند دي، په دې فصل کې مو توضيح کړي دي چې دې ډول پوښتنو سره بايد څه ډول تعامل وکړی شي؟

د خير د کارونو توفيق الله پاک ورکوي او سمې لارې ته هدايت هم هغه خپله کوي.

عبدالله بن حمد الرکف

Back to top button