د تقدير په تړاو د کوچنيانو پوښتنې

قضاء او تقدير څه معنا ده؟

قضاء او قدر د  ايمان رکن دی، الله پاک فرمايي: [وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا]

ژباړه: هغه هر شی پېدا کړی دی او اندازه يې ورله لګولې ده.

قضا او قدر د الله پاک هغه علم دی چې د ګردو شيانو لپاره يې پکې له وجود او تخليق وړاندې اندازه لګولې ده، بيا يې ليکلي دي او د خپل مشيئت سره يې کوي او وخت په وخت يې پېدا کوي.

چې يو شی پېدا نه وي څنګه يې الله ته علم وي چې داسې به کيږي؟

ممکن ده چې کوچنيانو ته د دې پوښتنې په ځواب کې بسيط حسي شيان په مثال کې ورکړل شي لکه: د ګيمونو نوښتګر، چې لوبه يې پرې کړې نه وي خو ايجاد يې کړي او ښه ورته ياده وي، دا ځکه چې نوښتګر يې خپله دی او هر غټ او کوچنی يې په علم کې راوستی وي، هغه د لوبې په ابعادو او جزئياتو باندې کامل او شامل محيط علم لري، هغه مجالات يې هم علم کې وي چې لوبه بايد څنګه مخکې حرکت پکې وکړی شي، الله پاک هم دا انسان پېدا کړی دی او په دغو شيانو کامل او شامل محيط قدرت لري، د قدرت او توان په لحاظ الله پاک عظيم،، د علم په اعتبار واسع او د تخليق په اعتبار د کمال څښتن دی، د يو شي د تخليق نه وړاندې، له تخليق وروسته او د دې په اثناء کې هغه پرې محيط علم لري، دا چې انسان ، زمان او مکان الله پاک پېدا کړي دي نو وړاندې له دې هغه په مخکنو او وروستنو او چې لا پېدا کيږي ورباندې پوره علم لري.

ايا مونږ مجبور يو؟ ايا انسان په خپلو کړو وړ کې اختيار لري؟

انسان په ځينو شيانو کې مجبور او په نور ځينو کې مختار دی، د ولادت، مرګ، د ژوند موده د مور او پلار په انتخاب او نه انتخاب، د خپلولۍ په پاللو او داسې نورو شيانو کې مونږ مجبور يو، خو په ځينو امورو کې بيا مونږ مختار يو لکه : لمونځ کول او نه کول، ايمان او کفر، له دې  اختيار باوجود زمونږ ارادې د الله پاک د ارادې تابع د ي، مطلب دا چې که هغه وغواړي اختيار راڅخه واخلي اخستلای يې شي، که هغه وغواړي چې د يو کار له پرېښودلو څخه مو رابند کړي کولای شي، خو دا يې پرېکړه ده چې انسان ته اختيار ورکړي او له اختيار وروسته ورسره حساب کتاب وکړي، همدا د الله پاک د دې قول معنا ده: [وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ]

ژباړه: تاسو څه شی نه غواړئ مګر دا چې رب العلمين الله يې وغواړي.

ممکن دي چې کوچنيانو ته د اختيار او جبر مسئلې وضاحت په عملي بڼه ورکړل شي، استاد او مربّی به شيشي پياله راوغواړي، کوچني ته به ووايي: ايا ته کولای شې چې په ځمکه باندې دا پياله وغورځوې چې ما ته يې کړې؟ طبعي ده چې د کوچني ځواب دا وی: هو، کولای شم، استاد به ورڅخه په توندې وپوښتي: ولې يې نه کوې؟ کوچنی به دا ځواب ورکوي چې دا کار ناسم دی او کول يې مناسب نه دي، دلته استاد د کوچني په دې کلام تعليق وکړي چې  په ازل کې هم الله پاک دا ليکلي و چې د پيالۍ به ته نه ماتوې، ځکه چې ته ډېر ښه ماشوم يې، دا هم د الله په علم کې و چې شقي کوچنی به راپورته کيږي او دا پيالۍ به ماتوي، ايا په ځمکه باندې د جام له غورځولو نه چا ستا لاس نيوی وکړ؟ او ايا کوم چا شقي ماشوم مجبور کړی و چې دغه جام په ځمکه ګوزار کړي تر څو مات شي، همدا ډول هدايت او ضلالت هم دی، بيا به کوچني ته وويل شي: انسان په دې نه پوهيږي چې الله پاک يې اړوند څه پرېکړه کړې ده او نه ته په دې مجبور يې چې د ځان په تړاو د الله د پرېکړو کشف وکړې، په دې باب کې له تا څخه ايمان مطلوب دی چې د الله پاک علم کامل او شامل دی، او هرڅه هغه ليکلي او اندازه کړي دي، ته د خپلو ارادو مسؤل يې، له تا څخه د دې پوښتنه کيږي چې د الله ماموراتو ته څومره ژمن وې او له نواهيو څخه دې ورله ځان څومره را قابو کو، ستا د ارادې او قدرت محور او احاطه همدومره ده.

الله ولې چا ته هدايت او چا ته يې نه کوي؟

دالله پاک د قول له مخې هغه ټولو ته هدايت کړی دی، هغه فرمايي: [وَهَدَيْنَاهُ النَّجْدَيْنِ]

ژباړه: او مونږ انسان ته دواړه لارې ښودلې دي.

په ايت کې د (وَهَدَيْنَاهُ) معنا هغه هدايت دی چې د مستقيمو لارې وضاحت او شرح ورته کوي داسې توضيح چې باطل پکې واضح او حق پکې واضح وي، له دې کبله الله پاک خلکو ته اختيار حريت ورکړی دی، اوس خلک دي چې د ځان لپاره سمه او څوک ناسمه لاره اختياروي.

که الله پاک په ازل کې ليکلي وي چې يا به تيروځي او يا ګمراه کيږي نو ولې بيا مونږ سزا وار کوي؟

دغه د الله علم دی او بشريت هېڅکله د الله په علم مزيد علم نه لري، له انسان سره له جهل او وهم او ګمان پرته نور څه نشته، له انسان سره د دنيوي ژوند په کړو وړ باندې محاسبه کېدای شي، او د دې خو بيخي مجال نشته چې انسان د ځان اړوند د الله تقدير وپېژني او هغه اوامرو ته دې عملي بڼه ورکړي او له نواهيو څخه دې ورله ځان وساتي، تقدير ليکل شوی دی او دليل دی.

همدا راز بايد ورته وويل شي: دنيوي امور ستا لپاره الله پاک ليکلي دي… ته ولې بيا هغه دنيوي کارونه کوې چې ستا لپاره ګټور وي او له زيانمن يې نه ځای ژغورې؟

ممکن دي چې کوچني ته په دې اړه دا مثال ووايې: که څوک عمومي منطقې ته سفر کول غواړي او دوه لارې ورته تللې وي، يوه يې له امن نه ډکه او بله يې بې امنه لاره وي، ته به په کومه لاره ځې؟

طبعي به د هغه ځواب په لومړۍ لاره باندې تلل وي، دا ډول به انسان اخرت ته خپل سفر جنت ته له هغې لارې پېل کوي چې پر امنه وي، او دغه لاره د الله پاک د اوامرو امتثال او له نواهيو څخه يې ځان ژغورل دي، که تقدير د چا لپاره حجت او دليل وای نو د جنايتکارو حبسول توان به مو نه درلود، ځکه هغوی به د خپلو عملونو لپاره دليل په تقدير نيو ، نو په انسان باندې واجب دي چې الله پاک ته ځان تسليم او په پرېکړو يې خوشحاله او راضي شي، [لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ]

ژباړه: له الله نه د هغه کړو وړ اړوند پوښتنه نه شي کېدای او مخلوق څخه به پوښتنه کېدای شي، مخلوق د الله مخلوق او واک د الله واک دی.

الله پاک مونږ ولې پېدا کړي يو؟ ولې يې دنيا پېدا کړې ده؟ حيوانات يې ولې پېدا کړي دي؟

الله پاک فرمايي: [وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ]

ژباړه: ما پيريان او انسانان نه دي پېدا کړي دي مګر د خپل عبادت لپاره.\

الله پاک د داسې موخې په خاطر شته کړي يو چې که څه هم د هغه عبادت دی خو ولې زمونږ لپاره ګټور دی، د اعمالو سره سم به ورباندې نتيجه په اخرت کې مرتب کيږي، جنت به د محسنينو او دوزخ به د بدکارو لپاره وي، دا دنيا  ټوله د الله ده، هغه په ډېر دقت او علم سره پېدا کړې ده، هغه ا سمانونه او ځمکې پېدا کړي دي، ستوري يې د اسماني زينت، نښې نښانې پېدا کړي دي، لمر يې د دې لپاره پېدا کړی دی چې مونږ ته تودوخه او حرارت راکړي او د نباتاتو په نشو نما او د جراثيمو مخه ډپ کړي، حيوان يې د انسان لپاره پېدا او مسخر کړی دی، انسان يې خوري او بار ورباندې وړي، الله پاک فرمایي: [وَالْخَيْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ]

ژباړه: اسونه او قچر او خره الله پاک پېدا کړي دي تاسو ورباندې سپاره شئ او ستاسو لپار ښايست دی او هغه نور داسې څه چې تاسو پرې نه پوهيږئ.

د هستوګنې لپاره يې ځمکه چمتو کړې ده او د انسان له تخليق وړاندې يې دا ډول شيان شته کړي دي.. دا په دې خاطر چې الله پاک په ټولو هغو شيانو د انسان تکريم وکړي چې انسان يې ورباندې خاص کړی دی، سره له دې چې دا ټول شيان د الله پاک تسبيحات او تحميدات وايي او په نفس وخت کې ټول بېرته د الله پاک عبادت کوي، الله پاک فرمایي: [وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ وَلَكِنْ لَا تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا]

ژباړه: هېڅ شی نشته مګر د الله پاک تسبيح او حمد وايي خو تاسو په تسبيحاتو نه پوهيږئ، الله پاک ډېر بردبار او بخښونکی ذات دی.

ايا الله پاک به له هغو خلکو سره حساب وکړي چې رسول ورته نه وي راغلی؟

هو، دوی هم د پوښتنو او حساب لاندې دي ځکه چې الله پاک ورته عقل ورکړی دی، د قيامت په ورځ به يې الله پاک امتحان کړي او اوامر به ورته متوجه کړي، که يې خبره ورله ومنوده نو جنت ته به لاړ شي او که يې ورله نافرماني وکړه نو اور ته به لاړ شي.

شرونه ولې دي؟ بايد نه وی!

دنيا د ازمېښت او امتحانونو کور دی، د دوو سمسټرو په څېر لومړی سمسټر دی او اخرت دار الجزاء او د محاسبې کور دی، د مظلومانو لباره به له ظالمانو څخه قصاص وا خستل شي  ګويا که اخرت يې دوهم سمسټر دی، له دې کبله د شرپسندو شتون او په دنيا کې يې نه سزا وار کول د  ازمېښت په معنا دي ورنه دا څه اخری پړاو نه دی، بلکې د قيامت په ورځ به هرومرو ټول راپورته کيږي او هر انسان ته به د خپل اعمالو سزا او جزا ورکول کيږي، الله پاک فرمايي: [فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ * وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَه]  

ژباړه: که د ذرې په څېر څوک کار خير ولري نو وبه يې ويني، او که د ذرې په څېر څوک کار شر ولري نو وبه يې ويني.

الله پاک ولې دوی شرپسند کول؟

له کله راهيسې چې الله پاک مخلوق پېدا کړی دی د خير او شر په کارونو کې يې ورته اختيار ورکړی دی، ته کولای شې چې مهذب او يا غير مهذب شې خو نتائج به يې منې، دا پرېکړه د الله پاک لورينه او له حکمت څخه ډکه ده، شرپسند کولای شي چې ښه ا و نيک خلک جوړ شي او زمونږ زيار به هم دغه وي چې له شرپسندو نه ښه خلک جوړ شي، خو که په خپل شر او شرارت  کلک درېځ ولرې بايد ده چې له خلکو څخه يې دشرارت مخه واړو، تر څو الله پاک له مونږ سره مينه ولري او د خير بدله راته راکړي، د دنيا په ژوند کې الله پاک د هر څه شي خالق او مالک دی او همدا ژوند د ازمېښتونو او امتحان زندګي ده، الله پاک فرمايي: [ الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ]

ژباړه: الله پاک هغه ذات دی چې مرګ او ژوند يې پېدا کړی دی، ترڅو ازمېښت مو کړي چې په تاسو کې د ډېر ښه عمل والا څوک دی؟ او الله پاک زرور او بخښونکی ذات دی.

او د ازمېښتونو له جملې څخه دا هم دي چې د شيطانانو او منحرفينو انسانانو په لاسونو يې شر او شرارت پيدا کړی دی.

ځنې خلک ولې ګډوډ او يا په تکليف او رنځ اخته پېدا کيږي؟

دوی هم الله ځکه په ازمېښت کې اچولي دي ترڅو وايې ازموي چې ايا په نقص او رنځ له زغم څخه کار اخستلای شي؟ ترڅو د مزيدو حسناتو څښتنان شي، او په دې خاطر هم چې الله پاک ته د صحت او جوړتيا نعمت راياد کړي تر څو د صحت په لورينه يې شکريه ادا کړو، په دې سره الله پاک مونږ ته زمونږ کمزوري راښايي ترڅو غرور او کبرياء مو ښکار نه کړي او د تل لپاره تواضع او منځني هماهنګي او د تعاون تعامل ولرو، د حساب ( قيامت ) له ورځې وروسته به د خير ښيګړې څښتنان په جنتونو کې دتل لپاره رک روغ صحتمند وي – ان شاء الله –

ځنې خلک ولې ناداره او ځنې نور بيا شتمن وي؟ ولې ځنې شرپسند په ماڼو خو نېک انسانان په کيږدو او خام کورونو کې زندګي کوي؟

دنيوی رزق د الله پاک تقسیم دی او الله پاک غواړي خپل بندګان وازموي، کله انسان ته ښايسته ښکلی رزق ورکوي او په دې يې ازموي چې ايا نورو ته څه ورکوي او که نه؟ او کله يې له رزق روزۍ څخه محروموي ترڅو وايي ازموي چې آيا حوصلې زغم څخه کار اخلي او غلاګانې او حسدونه خو نه کوي؟ څومره چې په دنيوي موقته زندګۍ کې انسان د صبر او حوصلې په حالت کې ژوند تير کړي د قيامت په ورځ به يې ثواب بلا ډېرښت پېدا کړي، که د کوم انسان رزق روزي ډېره وي خو د نورو هېڅ برخه پکې ونه کړي او ناوړه برخورد ورسره وکړي نو د قيامت په ورځ به په دې خاطر سزا وار شي چې د الله د نعمتونو قدر او احترام يې نه دی کړی.

ممکن دی چې مونږ کوچني ته دا هم ووايو: الله پاک انسانان په بېلابېلو درجو پېدا کړي دي، ځنې يې شتمن او نور ځنې يې خوار فقير، په دې خاطر چې شتمن په ناداره زړه سوانده او مهربانه شي، زورور د کمزوري مرسته او کومک وکړي، په دې کې د الله پاک حکمت دی چې خلک يې په هر څه کې متفاوت پېدا کړي دي، ژبې يې سره بيلې دي او رنګونه يې له يو بل نه بدل دي، بېلابېل رګونه او طبيعتونه دي، ځينې يې چوست چالاکه او ځينې يې ناراسته، ځنې ځان پرست او ځنې د قربانۍ والا، ځينې کريم او سخي او ځينې نور کنجوس بخيلان، په ماليتونو او مادياتو کې هم دوی متفاوت دي، ځينې فقير او ځينې امير، خو ولې ټول د ازمېښت لاندې دي، شتمني ازمېښت او فقر ناداري هم ازمېښت دی، شتمن په دې ازموي چې ايا خرچ او نفقه کوي؟ ايا زکات ورکوي؟ آيا کرم او صدقات ورکوي؟ او فقير په دې ازموي چې ايا صبر به وکړی شي؟ ايا کار روزګار کوي او که نه؟ ايا د ځمکې په اړخونو کې به رزق روزي طلب کړي او که نه؟ ايا رشوتونه اخلي او ورکوي او که نه؟ ايا غلا کوي او که نه؟ که څه هم ټول ابتلاء کې دي خو د رزق ضمانت د دواړو اړخونو شوی دی چې الله پاک به يې ورکوي، شتمني او ناداري هېڅکله له جنت او دوزخ څخه مانع نه دي، هر يو يې په دومره څه مکلف دی چې توان يې وي، که ټول مخلوق يو څېر شتمن وی هېڅ چا به د بل چا خدمتونه نه کول او نه به څوک چا ته محتاج و، الله پاک فرمايي: [لِيَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِيًّا]

ژباړه: په دې خاطر چې ځينې يې نورو ځينو لره په تابعدارۍ ( مزدورۍ ) ونيسي.

معنا دا چې په تاسو کې ځينې د نورو ځينو تابع وي او دنيوی مدار هم داسې دی، خو که  ټول خلک په رزق او معاش کې يو څېر وای نو دا حالت به په ټپه ولاړ و.

مونږ ولې رنځوريږو؟ انسان ته ولې کړاونه رسيږي؟

الله پاک هر څوک په ازمېښت کې اچوي چې ايا دوی به په رنځ زغم وکړای شي او که ناراضه به شي؟ که څوک صبر وکړی نو الله پاک ورته ستر انعام هم ورکوي، د قيامت په ورځ به يې خوشحاله کړي، رنځ او کړاو د الله پاک تقدير دی او د انسان درجې او منزلت پرې پورته کوي، په دې سره الله پاک زمونږ زړونه او اخلاق له غرور او تکبر څخه پاک اوتصفيه کوي، درنځ او کړاو په حالتونو کې انسان له الله پاک سره دعا او جرګه مرکه وي الله پاک په دې هم نزدې کيږي او هم يې په صبر باندې په ايمان او حسناتو او له الله پاک په مينه او محبت کې زيادت اچوي، په دې سره انسان د عافيت او صحت قدر او ارزښت پېژني ، ممکن ده چې مونږ د دې لپاره د ګاړي موټر مثال کې وړاندې کړو، کولای شو ووايو: مونږ به ورڅخه وپوښتو چې موټر ييا ګاړی ولې جوړ شوی دی؟ آيا له دې کبله چې روان شي؟ بیا ورپکې د فابريکو والا بريک ولې لګوي؟ ايا بريک يې له حرکت او سرعت سره ټکر نه لري؟ بلکې د موټر د سلامتيا لپاره ضرور ده چې بريک ولري، که څه هم موټر د تللو لپاره جوړ دی خو په مناسب وخت کې يې بريک ځای پر ځای په دې خاطر ودروي چې مالک يې له منځه لاړ نه شي، نو الله پاک مونږ پېدا کړي يو چې په خپل عبادت او نعمتونو مو سعادتمند کړي، الله پاک مصيبتونه او کړاونه په دې خاطر پېدا کړي دي چې بې غمه او له الله پاک څخه مشغول انسان هغه کار ته متوجه کړي چې له کبله يې الله پاک شته کړی دی، نو په دې سره به انسان وکولای شي چې له خپل غفلت او بې غورۍ څخه رابيدار شي او الله پاک ياد کړي، بخښنه ورڅخه وغواړي او له زغم نه کار واخلي او خيل مصيبت او ازمېښت د اجر اوثواب ذريعه وبولي.

ايا حيوانات او مضره حشرات هم الله پاک پېدا کړي دي؟

الله پاک د هر څه شي خالق او مالک دی، الله پاک نه يواځې دا چې مخلوقات يې په خپل قدرت پېدا کړي دي بلکې په حکمت يې هم پېدا کړي دي، ځکه چې الله پاک حکيم او عليم ذات دی، هغه د کارونو په عاقبت دومره ښه پوهيږي چې مونږ پرې بيخي نه پوهيږو، زمونږ علم او دانش د الله پاک د علم په پرتله ډېر کم او محدود دی، الله پاک فرمايي: [وَمَا أُوتِيتُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا]

ژباړه: او تاسو ته علم نه دی  درکړل شوی مګر ډېر لږ علم .

مونږ په دې نه شو توانېدای چې د حيواناتو له خلقت څخه ټول هغه حکمتونه وپېژنو چې الله پاک يې له کبله شته کړي دي، په دې ډول مخلوقاتو کې د الله پاک يو حکمت د مخلوقاتو په تخليق کې د هغه پياوړتوب او غښتلتيا اظهار دی چې الله پاک خپل مخلوقات په دومره حکمت سره اداره کوي، له دومره کثرت سره بيا هم الله پاک دوی ته رزق روزي هم ورکوي، دا ډول الله پاک په دې ډول حيواناتو باندې ګرد انسانيت ازموي او که څوک يې په درد او زهرو مبتلا شي الله پاک اجرونه او ثوابونه ورکوي، که يې څوک ووژني په خلکو کې ميړنی شمېرل کيږي، بل حکمت يې په کې دا هم دی چې الله پاک ورباندې د انسانانو د ضعف او کمزورتيا ا ظهار کوي چې له چيچلو سره يې فوراًً درمند او رنځور شي، سره له دې چې دا زهريله حيوان له انسانانو نه په قوت او شجاعت کې ډېر کمزوری دی.

اوسني طبابت تر ثبوت رسولې چې ځنې ګټور دارو درمل د زهريله مارانو له زهرو څخه ترکيب کیږي، د مارانو د پېدائښت له حکمتونو څخه يو دا دی چې د کشت او کر په پټو کې هغه مږې منږکان خوري چې پتې سوري کوي او فصل او زراعت ته زيانونه اړوي، بل حکمت يې دا دی چې همدغه زهريله ماران د نورو ګټورو حيواناتو لپاره خوراک او څښاک دي چې د چاپيريال او طبيعت په توازن کې رول لري.

زه په روځ او شپه کې ولې پنځه ځلې لمونځ کوم؟

کوم  عبادتونه چې الله پاک په مونږ فرض کړي دي په دې سره هغه زمونږ نفسونه له ګناهونو پاکوي او روح مو پرې وده کوي سره له دې چې اړوند کوښښ او زيار يې هم ډېر کم دی ، دا چې لمونځ په قرائت او ذکر او دعاګانو باندې مشتمل دی په دې سره په هراړخيزه توګه د عبوديت ټول ارکان په کې راغونډ دي نو ځکه له ټولو قرائتونو، ذکر او دعاګانو څخه بهتر دی.

مومنان لمونځ ته ځکه خوشحاليږي چې له الله پاک سره پکې جرګه مرکه وي، چې څه يې په زړه وي هغه ورنه غواړي او الله پاک يې ورته ورکوي، مونږ لمونځ هم ځکه کو چې الله پاک پرې راته امر کړی دی، او مونږ ته پسند هم دا دي چې ټول هغه څه ترسره کړو چې الله پاک پرې مامور کړي يو، مونږ يې عبادت ځکه کو چې هغه زمونږ خالق او رازق دی، هغه د عبادت مستحق ځکه دی چې پر مونږ يې دومره لورينې کړي دي چې حتی مونږ يې وړتيا هم نه لرو او نه يې لورينې شمېر او ليکل کيږي، الله پاک فرمايي: [وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا إِنَّ الْإِنْسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ]

ژباړه: که تاسو د الله پاک د لورينو په شمېر سر شئ وبه يې نه شئ شمارلی، په يقین سره چې انسان ډېر ظالم او ناشکره دی.

مونږ چې عبادت کو دا ورسره زمونږ د محبت او په نعمتونو يې د شکر مظهر او نښه ده ترڅو هغه مو صحت سالم وساتي، د هر کار خير توفيق راکړي  او له هر کار شر نه مو په امن کې ولري سره له دې چې الله پاک زمونږ عبادت او شکر ته بيخي اړمن نه دی، هغه له مونږ او زمونږ له عملونو څخه غني باچا دی او هېڅ ګټه ورته نه رسوي، عبادتونه د الله هغه اوامر دي چې مونږ به ورته عملي بڼه داسې ورکو چې څنګه يې راته پېغمبر محمد صلی الله عليه وسلم راښودلي دي، او همدا د شهادتينو د کلمې ( لا اله الا الله ) سمه صحيح معنا ده چې د الله پاک عبادت به د هغه د رسول په طريقه کار کو، بلکې دا عبادتونه زمونږ لپاره د اجرونو او ثوابونو سترې وسيلې دي چې له کبله يې جنت ته تللای شو، دا د ا لله پاک د حکمت تقاضا ده چې انسان ته اجر او ثواب له عمل پرته نه ورکوي، له دې کبله جنت د الله پاک پلور توکې دي چې په لوی نرخ – اطاعت – يې خلکو ته ورکوي.

ما مې په لمونځ کې دعاګانې وکړې او په توندۍ مې تکبير هم وکړ خو ولې الله پاک مې دعا بيخي قبوله نه کړه.؟

دعاګانې خپل اسلامي ادبونه لري بايد خيال يې وساتل شي، دا هم د دعا ادب دی چې هغو قواعدو او طريقه کار ته يې سمه صحيح پاملرنه وشي چې الله پاک د نړۍ د نظام او قانون لپارايښې دي، مونږ له الله پاک څخه تل هغه خير غواړو چې زمونږ لپاره يې اختيار کړی دی، که ته د ګاړو موټرو په سړک باندې موټر سائيکل باندې لوبې کوې نو لومړی يې درته پلار نه پريږدي، ځکه پلار درسره مينه لري او ستا د دغه کار مخنيوی ستا لپاره غوره بولي، دا د الله پاک لوی کرم دی چې زمونږ دعاګانو ته يې درې حالات ورکړي دي:

لومړی حالت: چې الله پاک زمونږ نفس دعا قبوله کړي.

دوهم حالت: چې الله پاک ورباندې له مونږ څخه هغه ازمېښت او کړاو پورته کړي چې مونږ ته په مستقبل کې متوجه دی.\

دريم حالت: د قيامت د ورځې لپاره يې راله الله پاک ذخیره کوي او په جنت کې به يې راله بلا عوضونه او بدلې راکړي.

زه مې د ملګرې په څېر ولې ښايسته نه يم؟

الله پاک هرڅوک پېدا کړي دي او هر چا ته یې له بل څخه جلا شکل او صورت ورکړی دی، د الله پاک ټول مخلوقات ښايسته او ډولي دي، الله پاک فرمايي: [لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ]

ژباړه:  يقيناً چې مونږ انسان په ښايسته شکل اوصورت کې پېدا کړی دی.

هر وګړی له بل څخه په خلقت کې جلا امتياز لري، که چا ته الله پاک ډېر ښايسته شکل او صورت ورکړی وي نو ضرور ده چې د الله پاک شکر ادا کړي، خو که څوک ډېر ښايسته نه وي بايد ده چې د الله پاک په تقدير رضا شي او خپله دغه برخه قبوله کړي، که څوک صبر کوي او که څوک شکر اوباسي نو دوی د دډېرو لويو اجرونو څښتنان دي.

چې الله له مونږ سره مينه لري ولې راته تکليفونه او کړاونه راکوي؟

الله پاک مونږ ازموي ترڅو بدکار او نيکو کار سره توپير کړي، کله الله پاک انسان ځکه وازموي چې انسان ورته پناه يوسي او د تل لپاره الله ته قريب او نزدې ووسي، الله پاک خپل محبوب بندګان ځکه ازموي چې پاک يې کړي، درجې يې پورته کړي ترڅو د نورو لپاره په صبر او زغم کې مقتدا مشرتابه جوړ شي، له دې کبله نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [أشد الناس بلاء الأنبياء ثم الأمثل فالأمثل]

ژباړه: په خلکو کې په ډېر او سخت ازمېښت مبتلا خلک پېغمبران دي، او ورپسې قريب خلک.

هر څوک دومره ازمول کيږي چې څومره ديني متانت لري، که ديندارۍ ته نزدې او ديانت کې يې صلابت وي نو سخت کړاونه او تکليفونه د دوی وي، له دې کبله الله پاک پېغمبرانو په سختو کړاونو او شديدو ازمېښتونو باندې مبتلا کړي ول، څوک يې وژل شوي دي او چا ته سخترين تکليف رسول شوی دی، ځينې بيخي داسې و چې رنځ يې د ژوند ډېره موده نيولې وه لکه ايوب عليه السلام، يا زمونږ پېغمبر محمد صلی الله عليه وسلم چې په مکه او مدينه کې په سختو ازمېښتونو وازمول شو خو د هر څه باوجود بيا هم نبي صلی الله عليه وسلم صبر او حوصله له لاسه ور نه کړه، ايماندار او تقوادار ته ازمېښت دومره ورکول کيږي چې څومره ايمان او تقوا ورپکې وي، تر هر څه اړينه ده چې د کوچنيانو په نفسياتو کې بايد کينول شي چې الله پاک د خپل مشيئت او ارادې سره سم چې هر څه وغواړي هغه کوي، له الله پاک څخه څوک پوښتنه نه شي کولای او الله پاک له هر چا نه د کړو وړو پوښتنه کوي، ځکه الله پاک احکم الحاکمين دی.

Back to top button